د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د چین کمپنۍ سی ډبلیو ټی ډبلیو پلاوي وليدل

image

پېښور 17اپریل (اے پي پي) د چین کمپنۍ سی ډبلیوټی ډبلیو يو پلاوي د نهې په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفرجھګړا سره ليدلي دي۔ سناتور رانا محمودالحسن هم پلاوي سره ؤ۔ پلاوي ګورنر د کمپنۍ د چارو په اړه تفصیل سره خبر كړو او خېبرپښتونخوا كښې سرمایه کارۍ كولو كښې ئې خوښې څرګنده كړه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل صوبې او فاټا كښې د امن وضعث ښھ كيدو نه پس سرمایھ کارۍ لپاره ښه چاپيرچل جوړ شوې او بيلو څانګو كښې د سرمایه کارۍ پراخه موقعې شته۔ ده په صوبه كښې سرمایه کارۍ كښې په خوښې لرلو د پلاوي مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں