بهاولنګر ۔28اګست (اے پی پی) بهاولنګر څخه د پي ټي آئي په پخوانو ټكټ هولډرز او تنظيمي عهدېدارانو مشتمل پلاوي وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې د پنجاب د اعلی وزير وياند شوكت محمود بسراﺀ ٬ ضلعي صدر (پي آئي آئي) ملك مظفر ٬ جنرل سېكرټري نديم زمان شاه او نور شامل ؤ۔ ملاقات كښې د پي ټي آئي چيف آرګنائزر سېف الله نيازي ٬ چيف وهېپ اېم اېن اے ملك عامر ډوګر هم موجود ؤ۔ د پلاوي غړو وزيراعظم د خپلو خپلو حلقو مسئلو او ضلع كښې د پي ټي آئي د تنظيمي او سياسي صورتحال او تحفظات نه خبر كړو۔ وزيراعظم عمران خان چيف آرګنائزر سېنېټر سېف الله نيازي او ملك عامر ډوګر ته د پلاوي د تحفظات لرې كولو هدايت وكړو۔ په دې پلاوي د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔