افريقائي هېوادونه د 500 اربه ډالرو درآمدي ماركيټ لري۔ دوئي سره دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو پراخه موقعې شته ۔

image
APP22-27 ISLAMABAD: November 27 - President Dr. Arif Alvi addressing the Envoys Conference on Africa at Foreign Office. APP

اسلام آباد ۔ 27 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان او افريقا يو ډول مسئلې لري۔ د پاكستان په ډول افريقا هم د مني لانډرنګ مسئلو سره مخ ده۔ افريقائي هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو پراخه موقعې شته۔ پاکستان او افریقائي هېوادونه د تجارت او امنيت په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې سره سره د بې وزلۍ او ناخواندګۍ چېلنجونو مقابلې له هم بايد په ګډه كار وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې افريقائي هېوادونو كښې د سفيرانو دوه ورځني كنفرنس د پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل نړۍ بايد امن او اقتصادي سوكالۍ ته موقع وركړي۔ ده ووئيل سره د دې چې نوآبادیاتی نظام ختم شوے خو استحصال بياهم جاري دے۔ ده ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې شريكې ګټې له تجارتي همكارۍ ته وده وركړې شي۔ اولس مشر ووئيل جنګ ځپليو سيمو كښې د ملګرو ملتونو امن له روانو هڅو كښې د ګډون كوؤنكي هېواد په حېث پاكستان افريقائي هېوادونو سره د اړيكو يو غوره تاريخ لري ٬ بيا هم غوره رابطې لپاره به د سباؤن منظرنامه ترنظر لاندې ساتلو سره هدفونه ټاكل وي۔ اولس مشر ووئيل افریقا په يو ارب 20 کروړ آبادۍ او 54 خپلواكه هېوادونو او د نړۍ په 20 فيصده زمكه مشتمله دوهمه لويه منطقه ده چرته چې د پاكستانو څېزونو او د خذماتو پراخه ګنجائش شته۔ ده ووئيل د افريقې مجموعی جی ډی پی 2.3 ټریلین ډالر ده او دا نزدې دً 500 اربه ډالرو درآمدی مارکیټ لري۔ اولس مشر ووئيل پاكستانې معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ ده ووئيل وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د نړيوالو اقتصادي ترجيحاتو ٬ منی لانډرنګ، د كشمير مسئلې او اسلاموفوبیا په ډول معاملو په اړه يوه مضبوطه بيانيه وړاندې كړې ۔ اولس مشر كنفرنس كښې په ګډون كوؤنكو سفيرانو زور راوړو چې هغوي په خپلو خپلو اړوندو هېوادونو كښې د تجارت او سېلګرۍ څانګو ته خاص پاملرنه وكړي او بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلو حل كولو له دې خپل كردار ترسره كړي۔ كنفرنس كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د وزيراعظم د تجارت صلاكار عبدالرزاق داؤد او نورو مشرانو چارواكو هم ګډون

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں