د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر خبري كنفرنس ته خطاب

image
APP56-23 ISLAMABAD: October 23 – Federal Minister for Economic Affairs Hammad Azhar addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد23 اکتوبر (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر وئېلي دي د فنانشل ايكشن ټاسك فورس ايكشن پلان په نكاتو پاكستان پېشرفت كړې٬هيله لرو تر جون 2020 به پاكستان د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ څخه بهر شي٬د اېف اے ټي اېف په اړه جلا سېكرترېټ جوړوو٬د ستمبر په راپور كښې د پاكستان د اړخه پېشرفت ستائېلې شوې۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د فنانشنل منيجمنټ يونټ ډائرېكټر منصور صديقي٬د كاؤنټر ټيررازم څانكې ډائرېكټر احمد فاروق او د نېكټا ډائرېكټر شېهزاد سلطان سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په فروري 2018 كښې ګرے لسټ كښې شامل كړی شوې٬جون 2018 كښې ايكشن پلان وركړې شوې٬پاكستان دا مهال د اېف اے ټي اېف څارنې دوهم پړاؤ څخه تېرېږي٬يو ايشيا پيسپك ډله ده او بله آئي سي آر جي ۔ ده ووئېل يوه لابي دا غواړي چې د پاكستان په حقله دواړه ډلې يوځاې كړی شي خو مونږ د هدف له مخې دغه هڅه شنډه كړې چې په نتيجه كښې يې پاكستان ته تر اكتوبر 2020 وخت ترلاسه شوې۔وفاقي وزير ووئيل آئي سي آر جي ايكشن پلان كښې پاكستان ته 27 ايكشن آئټم وركړی شوي وو د هغې د څارنې وخت 15 مياشتې دے ٬زمونږ حكومت د ايكشن پلان په نكاتو د عملدرآمد په حقله په ښه ډول كار كړی ۔ ده ووئېل تر 2019 پاكستان 27 ايكشن پلان كښې په 25 پېشرفت كړې٬دا يو مهم پېشرفت دے او د ستمبر په راپور كښې د هغې اعتراف هم شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان له چې كوم ايكشن پلان وركړی شوې هغه د ترلاسه كولو وړ دے او په هغې عملدرآمد د پاكستان په ګټه دے۔د جنورۍ په وړومبۍ اونۍ كښې به د اېف اے ټي اېف راپور راشي او مونږ به خپل اقدامات روان ساتو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں