د كل جماعتي حريت كنفرنس ترسيوري لاندې په جمو كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد د هند د هائي كميسون په وړاندې احتجاجي مظاهره وشوه

image

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د كل جماعتي حريت كنفرنس ترسيوري لاندې په جمو كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد د هند د هائي كميسون په وړاندې احتجاجي مظاهره وشوه. مظاهرچيانو د هندي ظلمونو په ضد سختې نعرې ووهلې او د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې نه ئې غوښتنه وكړه چې د مقبوضه كشمير د سخت صورتحال مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كړي. د خالي په ورځ شوې دې مظاهره كښې د حريت مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو. مظاهرچيانو په لاسونو كښې بېنرې هم پورته كړې وې او پرې د هند په ضد نعرې ليكل شوې وې.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں