هېواد به د اوسني سخت صورتحال نه په غوره ډول رابهر شي او ښه وخت به راشي

image
APP65-10 ISLAMABAD: October 10 - Prime Minister Imran Khan addressing at the launching ceremony of "Naya Pakistan Housing Program" at PM Office. APP

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان قام له باور وركړې چې هېواد به د اوسني سخت صورتحال څخه په غوره دول رابهر شي او ښه وخت به راشي٬ كله چې قام بدعنوانه قيادت زغمي نوة زيان هم پورته كوي ٬ د سخت وخت څخه د ېرېدګو حاجت نشته ٬ پاكستان د وسائلو نه ډك او د لوي څښتنن يوه ډالۍ ده ٬ په لسو كالو كښې د هېواد قرض 30 زره اربه روپو ته رسېدلې ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ وزيراعظم آفس كښې د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام دستورې په موقع د موجوده معاشي وضعې پحقله خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم د خپلې وېنا په پېل كښې ووئيل زه وړومبې يو څو خبرې د اوسنۍ وضعې پحقله د قام په وړاندې كول غواړم ۔ ده ووئيل د پاكستان دا مسئله ده چې مونږ قرض په بې دړدۍ سره اخلو او په تېرو سلو كالو كښې د 6 زره اربه روپو نه قرض 30 اربه روپو ته رسېدلې ٬ كو چې يو كورنې او بل بهرنې اړخ لري ۔ ده ووئيل د 8 اربه ډالر درآمدات او برآمدات عدم توازن لرې ٬ د كرنټ اكاٶنټس زيان 18 اربه ډالره دے٬ ده ووئېل مونږ دومره ډالرې نه لرو چې پور پرې خلاص كړو ځكه قرض پكار دے ٬ د لسو دولسو اربه ډالرو معامله ده ٬ دې لپاره مونږ سره دوه لارې دي ٬ ملګرو هېوادونو څخه په سخت وخت كښې مرسته غوښتل يا بيا نړيوال مالياتي فنډ څخه مراجعه كوو۔ ٬ وزيراعظم ووېل د پي ټي آئي حكومت د اصلاحاتو آثرات به شپږ مياشتې پس رامخې ته كېږي۔ څومره ګامونه چې پورته كوٶ ادارې سمېږي ٬ د مني لانډرنګ خاتمې لپاره هڅې روانې دي٬ دا به وخت اخلي او د دې اثرات به په قلاره ظاهرېږي۔ وزیراعظم ووئيل كوم بحران چې ښودلې كېږي ٬ نه دې معلوم چې كوم قيامت راغلې ٬ د امريكې د خارجه څانګې له مخې هر كال پاكستان څخه لس اربه ډالره مني لانډرنګ كېږي٬ د ترسيلات زر په مد كښې 20 اربه ډالره پاكستان ته راځي۔ ده ووئېل مونږ د دې مطالعه وكړه څومره ترسيلات زر چې د بېنكارۍ دلارې راځي هم دومره بې طريقې راځي ٬عمران خان ووئېل كه د مني لانډرنګ او د بې طريقې ترسيلات زر لاره ونيولې شي نو مونږ به پور اخستو ته حاجت ونه لرو ۔وزيراعظم ووئيل ٬ زمونږ برآمدات د 25 اربه ډالرو نه 20 اربه ډالرو ته راغلې ٬ مونږ چې څومره درامدات كوٶ د تر 30 اربه ډالرو رسېدې شي ٬ دې لپاره به په

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں