صوبائي او وفاقي حكومتونه له بلوچستان او په خاص توګه د صوبې د لرو پرتو سيمو اولس له د صحت خدمات ورسولو لپاره هر ډول اقدامات كول پكار دي

image
APP32-05 ISLAMABAD: November 05 - President Dr. Arif Alvi talking to President SOPREST Engr. Shams ul Mulk and Chief Executive Director Shakil Durrani who called on him. APP

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي صوبائي او وفاقي حكومتونه دې بلوچستان او په خاص توګه د صوبې د لرو پرتو سيمو اولس ته د صحت عامه خدمات ورسولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات وكړي ۔ اولس مشر دا خبره د بلوچستان د پبلك هېلته انجينئرنګ صوبائي وزير نور محمد دمړ سره كړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو جسماني او په ذهني توګه صحت مند بشري وسائل د هر يو قام د پرمختګ مركز وي٬ د رياست دا بنيادي ذمه واري ده چې اولس له د رسنې جوګه او يو برابر د صحت آسانۍ وركړي دغسې چې دوي د ټولنه ګټور وګړي جوړ كړې شي۔ اولس مشر ووئيل زمونږ پام رنځونو څخه بچ كېدو او احتياط پلو ګرځول پكار دې٬ ده ووئېل د صفائۍ او صحت منده ژوند كولو ودې لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره بايد كمپائن پېل كړې شي كوم چې په دې لړ كښې د بنيادي اهميت وړ دے۔ صوبائي وزير نور محمد دمړ اولس مشر د روانو منصوبو او اولس ته د صحت آسانۍ وركولو لپاره د پورته كړو اقداماتو نه خبر كړو۔ په دې موقع اولس مشر د بلوچستان اولس ته د ضروري طبي آسانيو وركړې لپاره د خپلې بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں