د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته وېنا

image

لاهور 06 جولائي (اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پنجاب اسمبلۍ 37 غړي بلاك لپاره تيار دي٬ روانه مياشت به فارورډ بلاك جوړ شي٬ په دې وخت كښې جمهوريت ته د غلو سياستدانانو نه سخت خطر ورپېښ دے٬ اپوزيشن به د سېنېټ چيئرمېن د خپلې چوكۍ نه لرې نه كړې شي ځكه چې پيپلز ګوند نه غواړي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ چيئرمېن جوړ شي٬ د خزانې پخوانې وزير اسحاق ډار زر پاكستان ته راوستل كېدے شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د رېلوے په مركزي دفتر كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې په دې وخت كښې په ټي وي چې كوم سياستدانان چغې وهي٬ دوي تقريباَ ګرفتارې ته نزدې دي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې چې سياستدانان په زندانانو كښې كومې اسانيې لري هغه چرته هم نشته۔ بايد داسې اسانيې ټولو خلقو ته په زندانونو كښې وركړې شي۔ ده ووئيل چې ده سي كلاس قېد تېر كړے٬ هېڅ پروډكشن آرډر مې نه دې ترلاسه كړے۔ ده ووئيل چې راتلونكې 90 ورځې د پاكستان سياست لپاره ډېرې مهمې دي خو وزيراعظم عمران خان به بريالې كېږي او اپوزيشن به ناكامې سره مخ كېږي۔ ده ووئيل چې شهباز شريف سم ښكېل شوے٬ يو خوا حمزه شهباز دے او بل خو مريم نواز ده۔ ده ووئيل چې په رېلوے كښې 10 زره ملازمين بهرتي كولو لپاره به بېلټنګ كولې شي۔ د ټي اېل اے ملازمين مستقل كولې شي۔ ده ووئيل چې 1900 كسانو ته په سمدستي ګوګه نوټس وركولې شي چې د رېلوے واجبات ادا كړي۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں