وزیراعظم عمران خان د او آئي سي د مشرانو غونډې ته تاريخي خطاب وكړو كوم چې د اسلامي نړۍ د جذباتو په صحيح معنو كښې عكاسي او د اسلام د حقيقي تشخص رامخې ته كولو له د نوې تږلارې تعين كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد ۔ 2 جون (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د او آئي سي د مشرانو غونډې ته تاريخي خطاب وكړو كوم چې د اسلامي نړۍ د جذباتو په صحيح معنو كښې عكاسي او د اسلام د حقيقي تشخص رامخې ته كولو له د نوې تږلارې تعين كوي۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو خصوصي مرستيالې ووئيل وزیراعظم د مقبوضه كشمير او فلسطين وكيل په حېث رامخې ته شوې دې۔ ده په ډاګه كړی چې د كشميريانو منصفانه هڅو ته د ترهګرۍ نامه وركولې كېدې نه شي۔ د دوه رياستي حل نه سوا د فلسطين د مسئلې هېڅ حل نشته۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګې ته د پام كولو په حاجت زور راوړلو سره اسلامي نړۍ ته په دې څانګه كښی د دوئي ميراث ياد كړې دې۔ دې ووئيل عظيم مسلمانان سائنسدانان د نوې علومو په مؤسسانو ٬ ايجاد كوؤنكو او بنيادي استاذانو كښې شامل دي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں