حكومت هېواد كښې د اوبو وسائلو پرمختګ له منصوبه بندي كوي۔وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار

image

اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي) وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د اوبو وسائلو پرمختګ له منصوبه بندي كوي۔په دې تناظر كښې به كچي كينال منصوبه د بلوچستان صوبې نه علاوه په ډېره بكټي كښې د كركيلې لپاره مرستياله وګرځي۔دې سره به په لاكهونو ايكړه زمكه د اوبه خور جوګه شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټي غونډه كښې د اوبو وسائلو ډوېژن د اړخه په كچي كينال منصوبه خبرو اترو سره وكړه۔وفاقي وزير ووئيل دې منصوبې سره به زرعي پېداوار زيات شي او زرعي صنعتونو ته ودې وركولو له به مرستياله وګرځي۔په غونډه كښې د كچي كينال منصوبې تكنيكي اړخونه تر نظره ساتلو سره وفاقي وزير د منصوبې تفصيلي جاج له يوه كمېټي جوړه كړه كومه به چې په 15 ورځو كښې خپل راپور د منصوبه بندۍ وزارت ته وړاندې كوي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں