هند په پاکستان كښې د ترهه ګرۍ کارروائیو كولو لويه منصوبه بے نقابه كړې شوه، هندي وګړي اشوک کمار آنند او یوګیش کمار د محمد ریاض او شاهد لطیف په وژنو كښې نيغ په نيغه ككړ وموندلے شول، امنيتي ذرائع

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پی پی) د پاکستان امنيتي ادارو د ترهه ګرۍ په کارروائیو اوهدفي وژنو كښې ككړهندي ترهه ګر، هندي هینډلرز او سهولت کار بے نقابه كړي دي، هندي وګړي اشوک کمار آنند او یوګیش کمار د محمد ریاض او شاهد لطیف په وژنو كښې نيغ په نيغه ككړ موندلے شوي، محمد ریاض په 8 ستمبر 2023ء راولا کوټ كښې او شاهد لطیف په11 اکتوبر 2023ء ډسکه كښې په هدفي وژنو كښې وژلي شوي وو۔ د امنيتي ذرائع تر مخه د پاکستان امنيتي ادارو د هند ترهه ګره ډله او د هند هینډلرز/سهولت کار كوم چې په ترهه ګرو کارروائیو او هدفي وژنو كښې ككړ وو په کامیابۍ سره بے نقابه كړے شول۔ هند سيمه او په خاص توګه پاکستان كښې د ترهه ګرو کارروائیو په كولو او د منطقې هېوادونو كښې د استحکام نشتوالي راوستلو كښې کوم کسر نه دے پرېښو دے۔ د پاکستان قانون نافذ کوونكو ادارو د محمد ریاض او شاهد لطیف وژونكې د ترديد نه لرونكو شواهدو په رڼا كښې نيولي۔ په قتل كښې ككړ ټارګټ کلرز، د هغوي ملګري او سهولت کار هغه وخت ګرفتار کړے شول كله چې هغوي د پاکستان څخه د تښتېدلو هڅې کولې ۔ وژلے شوي محمد ریاض او شاهد طیف امناك وګري وو او د هغوي قصور يوازې دا ؤ چې هغوي په کشمیر كښې د هند روان ظلم٬ بربریت او د هند ناوړه څېره بے نقابه كړې وه۔ د تحقیقاتي ادارو سره مستند شواهد موجود دي چې په دې ټولو هدفي وژنو كمپائن كښې په دريم هېواد كښې ناست هندي وګړي شامل دي چا چې د فنډنګ کولو سره سره هدایات هم وركول او كمپائن ئې هم کنټرول كولو۔ هند د پاکستان پشمول په نورو هېوادونو كښې هم مختلف بې ګناه كسان د ترهه ګرۍ په کارروائیو كښې وژلي دي۔ هند د نړيوال قوانین په پرله پسې خلاف ورزیو اخته دے ۔ هند دUniversal Declaration of Human Rights(UDHR) آرټیکل3 او د International Covenant of Civil and Political Rights(ICCPR) د آرټیکل 2 (4) بشپړه خلاف ورزي كوي۔ د هند استخباراتي ایجنسي راء د يو نړيوال ترهه ګر تنظیم کردار ادا کوي۔ د دې نه وړاندې هم پاکستان كښې او په نړيواله كچه د هندي ایجنسیو د ریاست په مشرۍ كښې كړې ماورائے عدالت وژنې او منصوبې بے نقابه شوي ۔ هند تېر كال سکھ لارښود هردیپ سنګھ نجر په کانډا كښې ووژلے۔ کاناډا په دغه شدید سفارتي غبرګون ظاهر کړے او دغه قتل ئې په نړيواله توګه څرګند كړے۔ هند د هغه ټولو سکھ لارښودود قتل منصوبه جوړه كړې وه چا د هند د ظالمانه کاروائیو په خلاف غږ پورته کولو۔ د نجر د قتل نه وروستو هند په امریکا كښې د سکھ لارښود ګر پتونت سنګھ پنوں د قتل منصوبه جوړه كړې وه كومه چې د امریکې استخباراتي ادارو په وخت کارروائۍ كولو سره بے نقابه كړه ۔ د دغه قتل د سازش تورن امریکا كښې د عدالتي کاروائۍسره مخ دے ۔ هند په ټوله نړۍ كښې د راء د لارې د اجرتيانو يوه ډله جوړه كړې۔ د پاکستان د امنيتي ادارو دا يوه لويه کامیابي ده چې دوي دغه ډله ونيوله او ثبوت ئې رامخې ته كړو۔ د نړۍ قامونو له پكار دي چې د هند د دې ښكاره ترهه ګرۍ او د نړيوال قوانین د خلاف ورزۍ نوټس واخلي او د هند نه ځواب وغواړي۔ د پاکستان د سلامتیا او قانون نافذ کوونكې ادارې د هند د ترهه ګرۍ ځواب وركولو او د خپلو وګرو محفوظ كولو لپاره هر وخت چمتو دي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں