د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د پاكستان دوره تاريخي ده۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ به نوې اقتصادي دور پېل شي

image

اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) وفاقي وزيرانو وئيلي دي د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د پاكستان دوره تاريخي ده۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ به نوې اقتصادي دور پېل شي۔ د سعودي توان كمپنۍ پاكستان كښې خوښي لرل خوشبينه دي۔ سعودي عربستان د متبادل توان منصوبو كښې هم سرمايه كاري كول غواړي ۔ د وزیر اعظم عمران خان د وژن لامله د غېر ملكي سرمايه كارو پاكستان پلو رجحان مخ په زياتېدو دې۔ چین، جاپان، ترکی ، ملائشیاء او نور هېوادونه هم پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ برآمداتو كښې به ډېر زر اضافه وشي۔ پاکستان كښې د توان څانګه 50 څخه تر د 60 اربه ډالرو سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔ د راروانو لس كلونو په مهال به متبادل ذريعو څخه د برېښنا پېداوار (انرجی مکس) تر 17 فیصد زياتولې شي كوم چې دا مهال 4 فیصد دې۔ د سعودی ولی عهد پاكستان دورې او په دې مهال د مفاهمت يادښتونو لاس ليك كېدو به يو ښه پېغام نړۍ ته لاړ شي او د نړۍ سرمايه كار به پاكستان ته خپل پام وګرځوي۔ د اتوار په ورځ د سرمايه كارۍ بورډ كښې د اعلی كچې سعودي پلاوي سره ملاقات څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان دا دوره تاريخي ده او دې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا شي او نوې اقتصادي دور به پېل شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان به پاكستان كښې د توان څانګه كښې هم سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان د توان كمپنۍ پاكستان كښې خوښي لرل خوشبينه دي۔ سعودي عربستان د متبادل توان منصوبو كښې هم سرمايه كاري كول غواړي۔ ميډيا سره خپلو خبرو كښې د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان ووئيل پاكستان د توان څانګ كښې د 50 ٬ 60 ارب ډالرو سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔ د راروانو لس كلونو په مهال به متبادل ذريعو څخه د برېښنا پېداوار (انرجی مکس) تر 17 فیصد زياتولې شي كوم چې دا مهال 4 فیصد دې۔ د توان وزير عمر ايوب ووئيل د برېښنا پېداوار كښې 35 څخه تر 40 ارب ډالرو او د ډسټری بیوشن او ټرانسمېشن څانګو اپ ګرېډېشن كښې 15 ارب څخه د زياتو ډالرو سرمايه كارۍ ګنجائش شته۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سعودي ولي عهد پاكستان دورې سره به نه يواځې سعودي سرمايه كارۍ كښې اضافه وشي۔ بلكې دې سره به د نورو هېوادونو سرمايه كار باور بحال كېدو سره سرمايه كارۍ كښې زياتوالې وشي۔ ميډيا سره خاص خبرو كښې د وزيراعظم د تجارت صلاكار عبد الرزاق داؤد ووئيل چې د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې سره د سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلې شي۔ د وزیر اعظم عمران خان د وژن لامله د غېر ملكي سرمايه كارو پاكستان پلو رجحان مخ په زياتېدو دې۔ چین، جاپان، ترکی ، ملائشیاء او نور هېوادونه هم پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ برآمداتو كښې به ډېر زر اضافه وشي۔ ميډيا سره خبرو كښې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن/ دوهم وزير هارون شريف د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې په مهال د سمجھوتو په اړه ووئيل دې سره د پاكستان په اړه نړۍ ته يو ښه پېغام لاړ شي او ګردې نړۍ څخه به سرمايه كار پاكستان

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں