اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) پاك هوائي ځواك د پاكستاني فضائي پولو دننه د هندي لاس وهنې هڅه شنډه كړې ده۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور خپل ټويټ كښې وئيلي دي پاك هوائي ځواك د نهې په سحر د پاكستان فضائي حدونو ته ننوتونكې هندي الوتكې بېرته په تېښته مجبوره كړې۔ مېجر جنرال آصف غفور سحر په6:36 بجې خپل ټويټ كښې ووئيل هندي جنګي الوتكې د مظفر آباد سېکټر د لارې لائن آف كنټرول څخه راوړېدو سره پاكستاني حدودو كښې داخلې شوې۔ ده ووئيل د پاك هوائي ځواك په وخت او د فعاله رد عمل په نتيجه كښې هندي الوتكې په تېښته مجبوره شوې او د تادۍ لامله ئې خپل پے لوډ بالاكوټ ته نزدې وغورځولو۔ ده ووئيل د پے لوډ غورځېدو په نتيجه كښې كوم ځاني يا مالي زيان شوې نه دې۔ د وسله والو ځواكونو وياند دې څخه وړاندې سحر وختي په 4:42 بجې خپل ټويټ كښې ووئيل هندي هوائي ځواك د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كړې ده۔ پاکستان هوائي ځواك په وخت د فعاله رد عمل څرګندونه كړې چې په نتيجه كښې ئې هندي الوتكې بېرته تښتېدلې دي۔ ټويټ كښې ډي جي آئي اېس پي آر د تفصيلاتو وروستو جاري كولو وئيلي دي۔ پلوامه كښې په هندي عسكري قافله د يو ځائي ځوان بريد څخه وروستو د هند سياسي او عسكري مشرتابه لخوا په پاكستان د بريد دړكې وركولې شي او د پاكستان فضائي حدونو ته د هندي الوتكو راننوتل او د فضائي حدونو خلاف ورزي ددغه دړكو نه وروستو شوې۔ وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ په ټي وي خپل خطاب كښې هند ته خبردارې وركړې وو چې هغه دې د كوم دې ډول غلطي كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل جنګ پېل كول آسان وي ولې ددې په ختمولو د چا قابو نه وي۔ وزیراعظم عمران خان ښكاره وئيلي وو چې مونږ به ددې ډول كوم حركت د ځواب وركولو يواځې سوچ نه كوو بلكې مونږ به بشپړ ځواب وركوو او مونږ سره به د مؤثره ځواب نه غېر بله لاره نه وي۔ وزیراعظم وئيلي پاكستان هند سره امن غواړي او د پلاومه پېښې څخه كومه ګټه پورته كول نه غواړي۔ ده د پېښې په اړه د عمل وړ ثبوت په وړاندې كولو د مرستې وړاندېز هم وركړې وو۔ ولې د هندي ميډيا د بېلو راپورونو ترمخه هند د لائن آف كنټرول پلو لوئې مقدار كښې پوځي سازو سامان او لوئې شمېر عسكر منتقل كړې دې او د هندي ټاكنو په موقع هند پاكستان ته سبق ښودل غواړي۔ د پاك پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه د لائن آف كنټرول او په وركنګ باؤنډرۍ د بېلو فارمېشنز دوره وكړه۔ د ګل په ورځ ده د ایئر هېډ کوارټرز دوره وكړه او د پاك هوائي ځواك مشر مجاهد انور خان سره ئې په هندي دړكو ٬ د پاكستان په رد عمل او آپرېشنل تياريانو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د وسله والو ځواكونو په تياريانو او شريكې همكارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه د هند لخوا د كېدونكي كوم ډول جارحيت يا غلطۍ بشپړه ځواب وركولو له تيار دي