د وزیراعظم عمران خان په ټیلی ویژن قام ته خطاب

image

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان هند له يو ځل بيا د خبرو اترو بلنه وركولو سره وئيلي دي مونږ له به د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل راوېستل وي، د اوسني صورتحال تقاضا ده چې هند د عقل او حکمت څخه كار واخلي ځكه چې دواړه هېوادونه وسله لري، د كومې ناسمې اندازې متحمل كيدې نه شي، كه تاؤ ترېښوالې زيات شو نو صورتحال به نه زما په كنټرول كښې وي او نه به د نریندر مودي، هند ته مو وئيلي دي مونږ د کارروائی کولو صلاحیت لرو، هغوي كه دلته کارروائی کولې شي نو مونږ هم كولې شو۔ د شورو پھ ورځ په سرکاری ټیلی ویژن قام ته خطاب كښې وزیراعظم تيره ورځ په رامخې ته شوې صورتحال قام اعتماد كښې اخستو سره ووئيل مونږ د پلوامه پېښې نه پس هند له وړانديز وركړې چې څه ډول پلټنې كول غواړي نو پاکستان په بشپړه توګه چمتو دے، دا د پاكستان پھ ګټه نه ده چې زمونږ خاوره د ترهه ګرۍ لپاره وكارولې شي یا د كوم بل هېواد خاوره د پاکستان په ضد وكارولې شي۔ ده ووئېل پلوامه پېښه كښې د هغوي كسان مړه شوې وؤ او ما ته دا معلومه ده چې د هغوي كورنۍ څه ډول تکلیف سره مخ شوي ځګه چې پاکستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د تيرو 10 كلونو په مهال 70 زره كسان مړه شوې دي او په دې مهال ما د ډېرو روغتونونو دورې كړې او هلته مو ځپلې شوې رنځوران ليدلې دي، ده ووئېل په دغې جنګ كښې چې كوم ژوبل شوې د هغوي پھ كورنيو چې څه تيرېږي د هغې هم احساس لرو، دې لپاره مونږ هند ته وړانديز كړې چې څه ډول پلټنې غواړۍ نو پاكستان چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل دا د پاكستان پھ ګټه نه ده چې زمونږ خاوره د ترهه ګرۍ لپاره وكارولې شي یا د كوم بل هېواد خاوره د پاکستان په ضد وكارولې شي۔ ده ووئيل د پلوامه بريد نه پس مونږ بشپړه مرستې له چمتو وؤ ٬ خو ما ته اندازه وه چې دې سره به هند څه ايكشن اخلي او ځكه ما ووئيل ځواب وركول به زمونږ مجبوری وي ځكه چې كوم هم هېواد بل هېواد له اجازه نه وركوي چې د پولو دننه کارروائی وكړي او پخپله جج شي پريكړه وكړي۔ ده ووئيل هند كښې د ټول ټاكنو په وجه ما ته اندازه وه چې هند كاروائي كولې شي، ځكه ما هند ته ووئيل چې ځوابي كاروائي به زمونږ مجبوري وي، د 26 فروری په سهار د هند د اړه چې كومه کارروائی شوې دې نه پس د سرلښكر او ایئر چیف سره ما مشاورت كړې۔ ده ووئېل مونږ ځكه سمدستي ايكشن وانغست ځكه چې مونږ ته په بشپړه توګه معلومه نه وه چې دې کارروائی سره پاکستان كښې څه زيان شوې ، ده ووئېل كه مونږ ایکشن اخستې وې نو په هند كښې به ځاني زيان شوې ؤ دغسې زمونږ پلو به څه زيان نه ؤ شوې، ځكه مونږ سمدستي كاروائي اونه كړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ مقصد هند ته دا وئيل وؤ چې مونږ د کارروائی کولو صلاحیت لرو۔ وزير اعظم د هند خپل همڅنګ مخاطب کولو سره ووئيل دا زياته ضروری ده چې مونږ په دې موقع د عقل او حکمت نه كار واخلو، نړۍ كښې چې څومره هم جنګونه شوې چا هم دا سوچ نه دې كړې چې جنګ پيل كوو او دا به تر څو روان وي۔ ده ووئېل په وړومبي او دويم لوي جنګ كښې چې د يو څو اوونو او مياشتو د ختميدو اندازہ وه بيا څو كلونه روان وؤ او هغې څورمره تباهی كړې۔ دغسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امريكې دا سوچ نه ؤ كړې چې تر 17 كاله به پھ افغانستان كښې ګير يو، ده ووئېل دغسې ویتنام كښې شوې وو ځكه چې جنګونو كښې غلطې اندازې لګيږي۔ ده د هند څخه پوښتنه وكړه چې كومه وسله مونږ او تاسو لرو، آيا مونږ د څه غلطې اندازې متحمل كيدې شو ؟ ، كه تاؤ ترېښوالې زيات شو نو صورتحال به نه زما په كنټرول كښې وي او نه به د نریندر مودی۔ وزیراعظم هند له بلنه وركړه چې كه په پلوامه پېښه خبرې اترې كول غواړې نو مونږ چمتو يو

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں