د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ لېویز او خاصه دار فورس په پوليس كښې د ضم كولو منظوري وركړه

image

پېښور 05 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د لېویز او خاصه دار فورس په پوليس كښې د ضم كولو د سفارشاتو منظوري وركړې ده ٬ دا سفارشات د اعلٰې وزير سلاحكار اجمل وزير په مشرۍ كښې جوړې كړې كمېټۍ جوړ وركړې او دا كمېټي صوبائي اېپكس كمېټۍ جوړه كړې وه٬ د دې سفارشاتو د منظورۍ په نتيجه كښې لېويز او خاصه دار فورس به مرحله وار په خېبرپښتونخوا پوليس كښې ضم كولې شي٬ د سفارشاتو په تيارۍ كښې د خاصه دار او لېويز پشمول د ټول سټېك هولډرز نمائندګان په اعتماد كښې اخستې شوي۔ د منظورۍ د لوظنامې نه پس لېويز او د خاصه دار فورس اهلكارو خپل احتجاج ختم كړې دې۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا