د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي او د اطلاعات سېكرټري شاهيره شاهد په سپارښتنه د سړك په پېښه كښې په حق رسېدلو د پي ټي وي كوئټه سينټر چيف كيمره مين احمد خان سولنګي او د كيمره مين ظفر علي كورنيو لپاره د مالي مرستې منظوري

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي او د اطلاعات سېكرټري شاهيره شاهد په هدايت د سړك په پېښه كښې په حق رسېدلو د پي ټي وي كوئټه سينټر چيف كيمره مين احمد خان سولنګي او د كيمره مين ظفر علي كورنيو لپاره د مالي مرستې منظوري وركړې شوې ۔د جمعې په ورځ جاري پرېس ريليز له مخې د پي ټي وي منيجنګ ډائرېكټر سيد مبشر توقير شاه د چيف كيمره مين احمد خان سولنګي كورنۍ لپاره د 24 لكه روپو او د كيمره مين ظفر علي كورنۍ لپاره د 15 لكه روپو مالي ګرانټ منظوري وركړې ده ۔د پي ټي وي منيجنګ ډائرېكټر سيد مبشر توقير شاه په دې موقع ووئيل پي ټي وي د خپلو ملازمينو خېرښېګړی ته تل پام لرنه كړې ۔ده ووئيل په حق رسېدلي دواړه ملازمين د كيمرې د لارې د پاكستان بېلو سيمو كورېج قام ته وړاندې كولو٬د هغوي د ادارې لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ده ووئيل پي ټي وي او د دې ملازمين د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك دي۔د پي ټي وي اېم ډي د احمد خان سولنګي او ظفر علي د ادارې لپاره په ښه خذمات هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړه۔ د يادونې وړ ده د پي ټي وي كوئټې سينټر چيف كيمره مين احمد خان سولنګي او كيمره مين ظفر علي تېره ورځ د ډيوټۍ په مهال د كراچۍ په سوراب سړك د موټر او وېګن ټكر كېدو له امله په حق رسېدلې وو۔

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں