حكومت د روغتيا آسانيو ښه كولو له تندۍ سره اقدامات كوي، مخدوم خسرو بختیار

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې حكومت په هېواد كښې د روغتيا آسانيو ښه كولو تندۍ سره اقدامات كوي،په دې اړه د وزیراعظم عمران خان صحت انصاف كارډ په ټول هېواد كښې د غريب او بې وسه وګړو لپاره جاري كړې دې چې ورسره وګړو ته د درملنې ويړيا آسانۍ ترلاسه كېږي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده تيره ورځ سینټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د سی ډی ډبلیو پی په غونډه كښې د روغتيا اړه دوه منصوبې وړاندې كړې شوي، چې پكښی وړومبۍ منصوبہ د اے جے كے سیكنډری كئیر روغتون كښې ایكسرے او الټرا ساونډ مشینونو وركولو لپاره د 20 ملیونه روپو لګښت وړاندې شوه كومه چې منظور كړې شوه۔ نېشنل انسټیټوټ آف هیلتھ اسلام آباد كښې د ویكسین وركولو او فلنګ سسټم ښه كولو او سپلائی او فلنګ لائن اپ ګریډیشن لپاره 102.857 ملیونه روپو لګښت منصوبه وړاندې كړې شوي كومه چې غونډې منظور كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں