د وزيراعظم عمران خان په بصيرت لرونكې قيادت كښې حكومت د حكمرانۍ نظام كښې كوټلې اصلاحات معرفي كوي

image
APP50-12 ISLAMABAD: November 12 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 20 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو په اړه د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په بصيرت لرونكې قيادت كښې حكومت د حكمرانۍ نظام كښې كوټلې اصلاحات معرفي كوي٬حكومت د اظهار په آزادۍ بشپړ باور لري٬حكومت به په هېواد كښې د خپلواكه او ذمه وارې مېډيا ودې له د آسانيو وركولو لړۍ روانه ساتي٬په ټولنه كښې د واچ ډاګ په توګه د مېډيا د كردار ستائنه كوو او مېډيا په هېواد كښې د جمهوريت قوي كولو او ودې له لازمي ګڼو۔دې دا خبرې د جرمن نړيوالې نشرياتي ادارې دوئچے ويلے ډائرېكټر جنرل پيټرليمبورګ سره ملاقات كښې كړي۔دې ووئيل پاكستان د غېر ملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي٬حكومت په هېواد كښې د سېلګرۍ څانګې ودې له لوظي دے دغسې چې دا څانګه د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كړي۔دې ووئيل مونږ غواړو چې غېر ملكي سېلګري پاكستان ته راشي او دلته د سېلګړۍ په څانګه كښې د پراخه موقعو څخه د استفادې سره سره د پاكستان د كلتور او كلتوري مظاهرو په خپله مشاهده وكړي۔خاص مرستيالې ووئيل اوسنې حكومت د اظهار په آزادۍ بشپړ باور لري٬حكومت به په هېواد كښې د خپلواكۍ او ذمه وارۍ مېډيا ودې لپاره د آسانۍ وركولو لړۍ روانه ساتي۔ دې ووئېل مونږ په ټولنه كښې د واچ ډاګ په توګه د مېډيا د كردار ستائنه كوو او مېډيا په هېواد كښې د جمهوريت قوي كولو او ودې لپاره لازم ګڼو۔د وزيراعظم مرستيالې ووئيل سوشل مېډيا د اظهار كولو او د رايو وركولو په اړه يو مهم پليټ فام رامخې ته شوې۔د ځوانانو توانائي مربوط كولو او د دوي د صلاحيتونو څخه په زړه پورې استفادې له مونږ د سوشل مېډيا غوندې مهمې وسلې كارولو له د ټولو همكارانو سره په مشاورت غور كوو۔دې ووئيل پاكستان كښې اقليتونه هغه ټولې آزادۍ لري د كومو ضمانت چې د پاكستان آئين وركړی۔ دې ووئېل پاكستان د كرتارپور راهداري پرانستلې كومه چې د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ عكاسي كوي۔د وزيراعظم خاص مرستالې دوئچے ويلے ډله د شخړيز كشمير د صورتحال نه هم خبر كړه د كومې په سوب چې د منطقې امن او سلامتيا لپاره لويې خطرې رامخې ته شوي۔دې ووئيل بې ګناه او تش لاسي كشميريان په محاصره كښې دي او د 110 ورځو نه كشميرې اولس د لاك ډاؤن سره مخ دے۔شخړيز كشمير كښې په مېډيا بشپړ بندېز دېےاو هلته مشران او كوچنيانو ته هم د طبي آسانۍ ترلاسه كولو كښې ستونزې ورپېښې دي۔د جرمن نړيوالې نشرياتي ادارې ډائرېكټر جنرل پيټرليمبورګ

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں