د قامي معيشت ٬ استحكام او پرمختګ له د ښه پالېسو جوړولو سره سره د پالېسو تسلسل ته هم اړتيا وي ځكه چې دې نه غېر د كومې څانګې د پرمختګ خواب نه شي لېدلې كېدې

image

كراچۍ 28 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د قامي معيشت ٬ استحكام او پرمختګ له د ښه پالېسو جوړولو سره سره د پالېسو تسلسل ته هم اړتيا وي ځكه چې دې نه غېر د كومې څانګې د پرمختګ خواب نه شي لېدلې كېدې٬هېواد كښې ټول ټاكنې نزدې دي۔دې لپاره سوداګرو او صنعت كارو پشمول د ټول قام دا ذمه واري ده چې د سباؤن پريكړې كولو په وخت د ښه تګلار او پالېسو د لارې د هېواد د خذمت كونكو ملګرتيا وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د رائس ايكسپورټ اېسوسي اېشن لسم ايكسپورټ ټرافي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبير او نورو هم خطاب وكړو۔اولس مشر ووئيل په نړيواله كچه رامخې ته كېدونكو پېښو په وجه زمونږ سيمه د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ښكار وه چې له امله يې زمونږ اقتصادي صورتحال هم ځپلې شوې خو حكومت په ښه ډول د دې چېلنج مقابله وكړه چې په نتيجه كښې يې نن حالات بدل شوي او هېواد كښې ټول ټاكنې هم نزدې دي۔پھ دې پړاؤ كښې د سوداګرو صنعت كارو پشمول په ټول قام دا ذمه واري راځي د سباؤن پريكړې كولو په وخت معاروضي حالات تر نظر وساتي دغسې چې د ښه تګلارې او پالېسو د لارې د هېواد د خذمت كونكو لاسونه قوي شي۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهداري به فعاله شي د دې څخه استفادې كولو له ضروري ده چې مونږ خپل ځان چمتو كړو۔اولس مشر ووئيل د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له د رائس ايكسپورټر اېسوسي اېشن خذمات د نورو برآمدي څانګو په مقابله كښې غېر معمولي دي۔ده هيله څرګنده كړه كه دا ډول ښه نيت سره كار وشي نو دا تنظيم به نورې كاميابۍ هم ترلاسه كړي او قامي اقتصادي پرمختګ كښې به خپل مثبت كردار هم ترسره كړي۔اولس مشر په دې موقع ووئيل د اېسوسي اېشن د مسئلو حل له حكومت ځينې اقدامات كړي چې پكښې په آسانو قسطونو د قرضو وركولو پشمول ځينې نور اقدامات شامل دي۔ده د وريژو برآمد كونكو له په ښه كردار ترسره كولو مباركي وركړه او هغوي له يې ايوارډونه هم وركړل۔په دې موقع د رېپ چيئرمېن چوهدري سميع الله او وائس چيئرمېن رفيق سلمان هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں