د نېب چیئرمېن چې څنګه څلور اربه 90 كروړه ډالره هند ته د لېږلو په اړه د يوې ورځپاڼې د خبر په بنياد د پخواني وزيراعظم په ضد د تحقيقاتو امر كړې

image

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د نېب چیئرمېن چې څنګه د څلور اربه 90 كروړه ډالرو هند ته د لېږلو په اړه د يوې ورځپاڼې د خبر په بنياد د پخواني وزيراعظم په ضد د تحقيقاتو امر كړې٬ دا مونږ لپاره اندېښمند او نړۍ كښې د پاكستان د بدنامۍ سوب دے٬ دا ډېره مهمه او سنجيده مسئله ده او دښمن هېواد ته د پېسو لېږلو تور دے ٬ دې لپاره بايد پلټنو له پارلماني كمېټي جوړه كړې شي ٬كومه چې د نېب چيئرمېن راوبلي او د معامله د هغه نه تحقيقات وكړي او راپور ايوان ته وړاندې كړي دغسې چې اولس ته حقيقت ورمخې ته شي٬ مخالفې ډلې ته وړاندېز كووم چې د نېب قانون پحقله په كومو بدلونونو رائې راغلي ھغه ايوان ته وړاندې كړي٬ مونږ پرې خبرو كولو له چمتو يو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال ووئيل د دې نه وړاندې مې په ايوان او د ايوان نه بهر وئيلي دي چې د نېب له امله د هېواد دننه چې كوم حالات پېدا كېږي ھغه ښه نه دي٬ دا اداره سياسي ګوندونه ماتولو او وفادارۍ بدلولو لپاره يو آمر جوړه كړې وه٬ ده ووئېل پیپلز ګوند هم په اقتدار كښې ٶ او مونږ هم په حكومت كښې يو خو د بده مرخه د اتفاق رائے باوجود مونږ د نېب يوه داسې اداره جوړه نه كړې شوه كومه چې په سياستمدارو د اثرانداز كېدو او د دوي په ضد د كاروائيو په ځائ هېواد كښې د كرپشن په ضد خپل كردار ولوبولې شي او د انصاف تقاضې ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل په يو بدلون درې څلور كاله ولګېدل او د اتفاق باوجود مونږ ايوان ته وړاندې نه كړې شو او نه دا منظورۍ كړې شو۔ ده ووئيل د سباٶن پرېكړې خو راتلونكي حكومت له كول دي ٬ په محمد نواز شريف دا مهال د نېب په عدالتونو كښې كېسونه چلېږي هلته خو د انصاف ترلاسه كېدو توقع شته ٬ څنګه چې ھغوي ټرائل كوي د انصاف تقاضه دا ده چې انصاف ښكاره شي او انصاف هم پكار دے ۔ ده ووئيل د پخواني وزیراعظم په اوونۍ كښې شپږ شپږ او ځينې وخت هره ورځ درې درې ځله پېشۍ وي چې د نېب په تاريخ كښې ئې مثال نشه۔ ده ووئيل مونږ ګيله نه كوٶ خو دا د رېكارډ څيزونه دي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د مئي په اتمه نيټه د نېب لخوا يوه خبر پاڼه جاري شوه چې پكښې د نېب چيئرمېن د پخواني وزيراعظم او د نورو په ضد د 4.9 بېليونه ډالرو هند ته د لېږلو د ميډيا په راپور د تحقيقاتو امر كړې٬ دا كار په تېر وخت كښې په داسې پېښو چې سر ښپې ئې نه وي انتقامي كاروائۍ له بنياد ؤ ٬ ده ووئېل دا مونږ لپاره ده اندېښنې او نړۍ كښې د پاكستان د بدنامۍ سوب دے ۔ وزيراعظم ووئېل نړۍ به څه وائي چې د نېب چيئرمېن وائي پخواني وزيراعظم 4.9 بېليونه ډالره هند ته لېږلې دي۔ ده ووئيل د پاكستان ټول بجټ 35 اربه ډالره دے كله چې د يوې ادارې مشر دا ډول خبرې كوي يا خبر پاڼه جاري كوي نو سوچ دې وكړي چې په دې اداره كښې به نور څه كارونه كېږي ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل دا ډول اقداماتو څخه هېواد نشي چلېد او ادارې به انصاف څنګه وكړي۔ وزیراعظم ووئيلد شرم خبره دا ده چې د دوي نامه د پارلمان نه ما او خورشيد شاه لېږلې وه ۔ وزیراعظم ووئيل دا زمونږ حق او ذمه واري ده كه دا ډول خبرې وي نو د اولس او پارلمان په وړاندې بايد ثبوت كېښودې شي ٬ دا ډېره مهمه او سنجيده مسئله ده او دښمن هېواد ته د پېسو لېږلو تور دے۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پارلمان دې د نېب چيئرمېن راوبلي او پوښتنې دې وكړي چې دوي له دا اختيار چا وركړې او تاسره څه ثبوت دے٬ رېكارډ دې وړاندې كړې شي ٬ده ووئېل داسې خو په هر چا تور لګېدې شې۔ وزیراعظم ووئيل دا اقدام د ټولټاكنو نه وړاندې د ټګۍ په زمره كښې راځي ۔ دوه مياشتې پس ټول ټاكنې كېدونكې دي او د هېواد په پخواني وزيراعظم دا تور لګولې شوې كوم چې د شرم او د تشويش سوب دے۔ وزیراعظم تجويز وراندې كړو چې د رول 244 له مخې بايد خاص كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د دې معاملې تحقيقات وكړي۔ وزیراعظم ووئيل اوس هم مخالفې ډلې ته وړاندېز كوو چې د نېب قانون پحقله چې په كومو بدلونونو رائې راغلې ھغه بايد ايوان ته وړاندې كړي٬ مونږ پرې خبرو اترو له چمتو يو

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں