هند د ترهګرۍ مقابله نه كوي بلكې ترهګري كوي

image
APP05-26 ISLAMABAD: June 26 – President Azad Jammu & Kashmir Sardar Masood Khan addressing during condolence reference in memory of journalist Shujhaat Bokhari who embraced shahadat in Jammu Kashmir organized by National Press Club. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي ) د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود احمد خان وئيلي دي هند به هېڅكله په خپلو ناوړه مقاصدو كښې بريالې نه شي٬ هند د ترهګرۍ مقابله نه كوي بلكې خپله ترهګري كوي٬ د پاكستان سياسي ګوندونه دي د كشمير كشاله د خپل ګوند په منشور كښې سرفهرست وساتي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د شهيد كشميري خبريال شجاعت بخاري په ياد كښې د غمرازۍ دستورې ته په نېشنل پرېس كلب كښې د وېنا په مهال وكړې۔ په دې موقع د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل، سینئر کشمیرۍ لارښوده مشعال ملك او حامد میر هم موجود ٶ۔ د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره د هائي كمشنر راپور د هند ناوړه څيره بې نقابه كړې ده، شجاعت بخاري هم د دې راپور په ټوېټ كولو شهيد كړې شوې۔ ده ووئيل د هندي فسطائيت پاليسۍ له مخې د خپلواكۍ د حق سزا مرګ ده ٬ مونږ د دې پاليسۍ په بشپړه توګه غندنه كوٶ۔ په دې موقع مشعال ملك ووئيل د كشميري خبريالانو قلم هم د آزادۍ جنګ كوي۔ سينئر خبريال حامد مير هم په دې موقع د غمرازۍ دستورې ته وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں