لنډمهاله وزيراعظم جسټس ناصر الملك كراچۍ ته لاړو

image

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم جسټس ناصر الملك كراچۍ ته لاړو ځي چرته چې به د امن او امان پحقله د يوې غونډې مشري كوي۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډمهاله وزيراعظم به د پاكستان موسئس ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو لپاره د قائداعظم محمد علي جناح په قبر حاضري كوي۔ د كراچۍ خپلې دورې په مهال به لنډمهاله وزيراعظم د سندھ ګورنر او لنډمهال اعلٰې وزير سره ملاقاتونه كوي۔ د دې نه علاوه به لنډمهاله وزيراعظم ګورنر هاٶس كراچۍ كښې د امن او امان پحقله د يوې لوړې كچې غونډې مشري هم كوي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان