د شهباز شريف٬ خواجه سعد رفيق او د سردار اياز صادق په ضد د مقدمې درج كولو لپاره د سول لائنز تاڼې د اېس اېچ او څخه راپور طلب كړے شو

image

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د لاهور سېشن عدالت نګران حكومت ته په دړكو وركولو د شهباز شريف٬ خواجه سعد رفيق او د سردار اياز صادق په ضد د مقدمې په درج كولو لپاره د سول لائنز تاڼې د اېس اېچ او څخه راپور طلب كړے شو۔ د لاهور ډسټركټ اېنډ سيشن جج فياض احمد بټر د كېس اورېدنه وكړه۔ خواست كوونكي عبدالله ملګ دريځ وړاندې كړے چې د پنجاب پخواني وزيراعلٰي شهباز شريف او نورو د نواز شريف د راتګ په موقع د خبري كنفرنس په موقع نګران حكومت ته دړكې وركړې دي۔ د وګړو حفاظت كول د نګران حكومت ذمه واري ده۔ د شهباز شريف ورور ته د قانون له مخې عدالت سزا اورولې او امن او امان په ځائ ساتل د نګران حكومت ذمه واري ده خو پوليسو د ده په خواست مقدمه درج نه كړه۔ عدالت د تاڼې اېس اېچ او طلب كړو

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں