د نومول شوي وزيراعظم او د تحريك انصاف مشر عمران خان د تركيې اولس مشر لپاره د خېرسګالې پېغام

image

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نومول شوي وزيراعظم او د تحريك انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې پوره باور لرو چې ترِكيه به د اقتصادي بحران نه په كاميابې سره ووځي٬ د تركيې قوم د ازمېښت په هر وخت كښې كامياب شوے۔ د نهې په ورځ ترك اولس مشر لپاره د خېر سګالې په پېغام كښې ده ووئيل چې اردګان او د تركيې اولس ته باور وركوم چې زما او زما د قوم دعاګانې دوي سره دي٬ مونږ پوخ باور لرو چې تركيه به د دې سخت اقتصادي بخران نه ووځي۔ عمران خان ووئيل چې تاريخ شاهد دے چې تركو تل د مشكلاتو مقابله كړې او ترك قوم په هر ازمېښت كښې بريالې شوے۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں