پاكستان د عرب امارات سره په شريك احترام د ملګرتيا اړيكې ډېرې مهمې ګڼي

image
APP52-03 ISLAMABAD: September 03 - Chaudhary Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting in a meeting with UAE media delegation. APP

اسلام آباد ۔ 03 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د متحده عرب امارات د ميډيا پلاوي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال پلاوي سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو اے اي سره په شريك احترام د ملګرتيا اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل اولسمشر شېخ خليفه بن زېد ته پاكستان كښې ټول عمري له د عزت او قدر په سترګه كتلې شي۔ پاكستان يو اے اي سره په بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان د بېل ډول چېلنجونو مقابلې له 15 نه زيات ټاسك فورسز جوړ كړې كوم چې د پي ټي آئي د ټاكنو منشور په ترجيحاتو كښې شامل وو۔ده ووئيل وزیراعظم عمران خان اړوندو څانګو كښې د مهارت لرونكو پوهانو خپلواكه ډلې جوړې كړې دغسې چې هغه هېواد كښې د توان ٬ چاپېرچل او معيشت په شمول د نورو چېنلجونو مقابلې له بشپړه تګلاره وضعه كړي او په دې چېلنجونو قابو وموندلې شي

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں