ايران ته تلوونكو زائرينو له به تحفظ وركولې شي۔ وفاقي حكومت د بلوچستان مسئلو حل له سسنجيده دے۔ اولس به بدلون محسوس كړي ۔ د محرومو ختمولو وخت راغلې۔ د بلوچستان اعلی وزير جام كمال او د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي په ګډه خبري كنفرنس

image

اسلام آباد ۔ 10ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير جام كمال او د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي ايران ته تلوونكو زائرينو له به بشپړ تحفظ وركولې شي۔ وفاقي حكومت د بلوچستان مسئلو حل له جدي دے ۔ اولس به بدلون محسوس كړې۔ اوس د محرومو ختمولو وخت راغلې۔ دوئي د ګل په ورځ بلوچستان هاؤس كښې په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ اعلی وزير جام كمال ووئيل د بلوچستان مسئلې ډېرې زياتې دي۔ محرم الحرام لوئې شمېر زائرين ايران ته ځي په دې اړه ناوړې پېښې رامخې ته شوي چې له مخې ئې دې مسئلې ته به پام ګرځول وي۔ ده ووئيل مونږ د حكومت او په خاص توګھ د وزيراعظم عمران خان مننه كوو چې دې مسئلې په اړه ئې په سمدستي توګه د اعلی كچ كمېټي جوړه كړه او داخله وزير ته ئې د بلوچستان دورې كولو ټاسك وركړو۔۔دغسې ده په كوئټه كښې ئې د اعلی كچ غونډې وكړې په كومو كښې چې هزاره كميونټي ٬ سياسي مشرتابه او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اعلی چارواكي هم موجود وو۔ ده د بلوچستان مسئلې په جدي توګه په اخستو د وفاقي حكومت مننه وكړه۔ د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل د بلوچستان اعلی وزير چې كله د مسئله پورته كړه نو مونږ په دې په ترجيحي بنيادونو كار وكړو۔ ده وئيل زه تر تفتان پولې تللې يم ۔ ده ووئيل نن هم سول او پوځي چارواكو او سياسي مشرتابه سره ملاقاتونه شوي ۔ ده ووئيل په نوي پاكستان كښی مونږ د يوې ډلې په شكل كښې كار كوؤ۔ ده ووئيل زائرينو ته به غوره اسانۍ وركولې شي او د اميګرېشن او نورې اسانۍ به لا ښه كولې شي۔ دوهم وزير قام له باور وركړو چې د وړې يا لويې صوبې سوچ به نه خپلوو ټول وګري يو برابر دي۔ د صوبو د خپلواكۍ احترام كوو۔ يو بل سره به په ګډه كار كوو او خنډان به لرې كوو۔ ده ووئېل بلوچستان كښې به د محرومۍ احساس لرې كوو۔ د بلوچستان ترقۍ سره به ټول پاكستان پورته شي۔ ده ووئيل زه به بلوچستان او مكران ته ځم ٬ هر ځائې ته به ځم په دفترونو كښې به ناسته نه كوم دغسې چې اولس ته احساس وشي چې مونږ دوئي سره ولاړ يوو۔ اسلام آباد كښې د تجاوزاتو په ضد د عملياتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل په ډي 12 كښې 31 پلازې ختمې كړې شوي ۔ په كنالونو مزكې ګېرې وې د دې اجازه چا وركړې وه او چا دا اساني وركړې وه د دې هر څه به جاج اخلو۔۔ ده ووئېل حكمراني به د قانون وي او هره كاروائي به د قانون ترمخه وي۔ زه پخپله د صورتحال جاج اخلم۔ د قبضه كوؤنكو څخه به قبضه اخستلې شي۔

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں