پاكستانۍ قانون پوهې ارواښادې عاصمه جهانګير لپاره د بشري حقونو نړيوال ايوارډ اعلان كړې شو

image

نیویارک ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو صدر ماريه فرماندا اېسپي نوسا كال 2018ﺀ لپاره د بشري حقونو ايوارډ ترلاسه كوؤنكو نامې اعلان كړې دي۔ په ايوارډ ترلاسه كوؤنكو كښې بشري حقونو لپاره د كار كوؤنكې پاكستانۍ قانون پوهې عاصمه جهانګير نامه هم شامله ده كومه چې د تېر كال فرورۍ مياشت كښې په حق رسېدلې وه۔ په ايوارډ ترلاسه كوؤنكو نورو كسانو كښې د مېرمنو او انجونو حقونو له كار كوؤنكې د تنزانيه فعاله لارښوده ربیکا ګیومی او د برازیل جوئے نیاواپی چینا شاملې دي۔ عاصمه جهانګیر ته د بشري حقونو د نړيوالې كچې د درناوي دا ايوارډ د مرګ نه پس وركړې شوې۔ دې د كال 1998 ء څخه تر كال 2004 ء د ماورائے عدالت وژنو په اړه د ملګرو ملتونو د خبريال په توګه خذمات ترسره كړي وو۔ دا د مذهبي آزادۍ په اړه هم د كال 2004ﺀ نه تر 2010ﺀ د ملګرو ملتونو خاص خبرياله پاتې شوې وه۔ دا ايوارډ د بنيادي آزادۍ او د بشري حقونو ساتنې او وده كښې غېر معمولي كردار ترسره كوونكو كسانو او تنظيمونو له د خذماتو په اعتراف وركولې شي۔ وړاندې دا ايوارډ نېلسن منډېلا، جمی کارټر، مارټن لوتھر کنګ ، پرنس صدرالدین، بیګم رعنا لیاقت علی خان ، پخوانۍ وزيراعظمې بے نظیر بھټو او ملاله يوسفزئۍ له وركړې شوې۔ د بشري حقونو دا ايوارډ هر 5 كاله پس وركولې شي۔ دا ايوارډ د

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں