د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان شخصي ټي وي سره خبرې

image

اسلام آباد 12 نومبر (اے پی پی)د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي په پاكستان تحريك انصاف كښې د كومې هم خپلولۍ خيال نه ساتلې كېږي٬د رائے اختلاف د رښتينې جمهوري ګوند ښكلا وي۔يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د خپلولۍ د سياست پھ ضد ولاړ دے ٬د قامي اسمبلۍ سپيكر٬دوهم سپيكر او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پشمول نور مشران وزيراعظم عمران خان سره كومه د وينې رشته نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جهانګير ترين د پي ټي آئي سينئر لارښود دے او ګوند پھ مهمو پريكړو كښې د هغه رائے ته اهميت وركوي كه هر څو هغه د اولسي نمائندګۍ كومه ذمه واري نه لري خو بيا هم پھ پي ټي آئي او په پنجاب كښې د هغه مهم كردار شته۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نېب په بشپره توګه توګه آزاده قومي اداره ده٬حكومت د دې سركاري معاملو سره هېڅ كار نه لري۔ده ووئيل حكومت د فرق نه غېر د احتساب ملاتړ كوي۔د نېب چيئرمېن د مسلم ليګ(ن)پخواني حكومت په ځاې كړی او د شريفې كورنۍ په ضد پلټنې هم د تېر حكومت په دور كښې پیل شوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں