عمران خان د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه حقيقي تحقيق او سيرت په موثره ډول رامخې ته كولو لپاره د هېواد په دريو لويو پوهنتونونو كښې سيرت چيئر جوړولو لپاره د پلان مرتب كولو امر وكړو

image
APP83-15 ISLAMABAD: November 15 - Delegation of Dawoodi Bohra community led by Shaikh Kumail Shaikh Yunus calls on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه حقيقي تحقيق او سيرت په موثره ډول رامخې ته كولو لپاره د هېواد په دريو لويو پوهنتونونو كښې سيرت چيئرز جوړولو لپاره د پلان مرتب كولو امر كړے دے۔ وزيراعظم دا خبرې د لوړو زده كړو كمېسون (اېچ اي سي) چيئرمېن طارق بنوري سره د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ وزیراعظم ووئيل د سیرت چیئرز جوړولو مقصد د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه جېنوئن ريسرچ او سيرت رامخې ته كول دي٬ ده ووئېل د حضرت محمدۖ همه ګير او جامع الصفات ذات مباركه په جېنوئن تحقيق او علم سره به نه يوازې انفرادي ژوندون له لارښوونه بلكې د اسلام په ضد د منفې ډنډورو مخ نيوي له مرسته هم ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل حضرت محمدۖ سره مينه د هر مسلمان د ايمان برخه ده۔ وزیراعظم ووئيل سږ كال د عید میلادالنبيۖ په موقع “رحمة اللعالمین کنفرنس” كولې شي چې مقصد ئې د سرور کائناتۖ سیرت مبارکه رامخې ته كول دي۔ د اېچ اي سي چيئرمېن وزیراعظم په وزیراعظم هاؤس كښې د پوهنتون جوړولو په منصوبه تر اوسه د پېشرفت نه هم خبر كړو

مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں