د حج په خرڅونو كښې زياتوالې د اندېښنې وړ دے۔ مریم اورنګزیب

image

اسلام آباد ۔ 01 فروری(اے پی پی) د مسلم ليګ ن وياندې مريم اورنګزېب د حج په خرڅونو كښې په اعلان شوي زياتوالي د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي د مسلم ليګ ن په حكومت كښې د سركاري حج سكيم پېكج 2 لكه 93 زره روپۍ وؤ او هر حاجي له به 40 زره روپۍ د سبسډي په مد كښې وركولې شوې۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف حاجيانو له غوره آسانۍ وركولو سره سره په لږو پېسو كښې د حج سعادت ترلاسه كول آسان كړي وو۔ دې ووئېل موجوده حكومت سبسډي ختمولو سره د حج خرڅونه تر څلور نيم لكه روپو رسولي ۔ دې ووئيل د مسلم ليګ ن په دور كښې په اولني ځل د پرائيوېټ سكيم په مقابل كښې په سركاري سكيم تللو حاجيانو له زياتې آسانۍ وركړې شوې وې۔ حرم ته نزدې حاجيانو ته د استوګنې ځايونه وركړې شوي وو۔ دې دعا وكړه چې لوئې څښتن دې مونږ له د حاجيانو د خذمت او دوئي ته د غوره آسانيو وركولو توفيق راكړي

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں