په هېواد كښې اوسني بارانونه او واوره د الله تعالٰي لخوا يو نعمت دے۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 02 فرروي (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په هېواد كښې اوسني بارانونه او واوره د الله تعالٰي لخوا يو نعمت دے٬ بارانونو سره به په باراني سيمو كښې كروندګرو ته ګټه ورسي٬ د بارانونو په نتيجه كښې به په زمكه كښې لاندې د اوبو كچه لوړه شي۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې كېدونكي بارانونه او د واورې ورېدل په حقيقت كښې د رب العزت انعام دے۔ وزيراعظم ووئيل چې دا زمونږ پېداوار او په خاص توګه باراني فصلونو لپاره په وخت بارانونه دي۔ دې بارانونو سره به نه يوازې په زمكه كښې د لاندې اوبو كچه لوړه شي بلكې واوره به وېلې كېدو سره د دريابونو برخه هم جوړه شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں