د سېنېټ چيئرمېن د تركمانستان سفير سره خبرې

image
APP36-08 ISLAMABAD: February 08 - Chairman Senate, Muhammad Sadiq Sanjrani exchanging views with Mr. Atadjan Movlamov, Ambassador of Turkmenistan to Pakistan at Parliament House. APP

اسلام آباد ۔ 8 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د تركمانستان سفير عطاد جان نیورووچ ملامو د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان او ترکمانستان دوه اړخيزه اړيكو ته دې د معاشي مرستې او پارلماني رابطه كارۍ د لارې لا وده وركړې شي۔ د دواړو هېوادونو د پارلمان ترمينځھ د غوره رابطو د لارې نورو څانګو كښې مرسته لا مستحكم كېدې شي۔ ده ووئيل په تېر نزدې وخت كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مواصلاتو په څانګو كښې شوې لوظنامې عملي كولو سره نه يوازې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركړې كېدې شي بلكې دې سره به د اولس په كچه رابطې او يو بل سره تجارتي اړيكې هم قوي شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ تاپي پراجېكټ مخ په وړاندې بوتللو له به يو بل سره صلا كېدو كښې لا پېشرفت كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان سېنېټ كښې پاکستان ترکمانستان فرېنډ شپ ګروپ د دوه اړخيزه اړيكو وده كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده زياته كړه چې ټاكلي استازي دې بېلو څانګو كښې موجوده مرستې ته وده وركولو له فعاله كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں