د شېخ احمد دلموك المكتوم په مشرۍ كښې د متحده عرب امارات پلاوي د وفاقي وزير فيصل واوډا سره وليدل

image
APP30-18 ISLAMABAD: March 18 - A delegation led by H.H. Sheikh Ahmed Dalmook Al Maktoum from the Royal Family of Dubai, United Arab Emirates called on the Federal Minister for Water Resources, Muhammad Faisal Vawda. The Deputy Head of Mission of UAE, Abdul Aziz Al Neyadi also part of the delegation. APP

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي)متحده عرب امارت د پاكستان پھ بېلو څانګو كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي څرګنده كړې٬په دې لړ كښې د دبئي شاهي كورنۍ سره تعلق لرونكې شخصيت شېخ احمد دلموك المكتوم په مشرۍ كښې د متحده عرب امارات پلاوي د ګل په ورځ د اوبو وسائلو وفاقي وزير فيصل واوډا سره ليدلي دي۔په پلاوي كښې د متحده عرب امارات ډپټي هېډ آف مشن عبدالعزيز النيادي هم شامل وو۔وفاقي وزير د متحده عرب امارات پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بېلو موقعو په اړه خبر كړو۔د ملاقات په مهال د بندونو او پن برېښنا پروژو جوړولو پشمول د اوبو وسائلو په څانګه كښې پھ دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔فيصل واوډا پلاوي له په پاكستان كښې د اوبو وسائلو په پروژو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ده ووئيل پاكستان د متحده عرب امارات سره تاريخي اړيكې لري۔مونږ به د اوبو وسائلو پروژو او په نورو څانګو كښې د متحده عرب امارات سرمايه كارۍ هركلے كوو۔د متحده عرب امارات پلاوي په پاكستان كښې د په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي څرګنده كړه او پاكستان له يې د هر ډول مرستې وړاندېز وركړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں