خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر ته د مقبوضه كشمير صورتحال په اړه يوه بل خط ولېږلو

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر د مقبوضه كشمير صورتحال په اړه يو بل خط لېږلې دے ٬په دې خط كښې مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو صورتحال پلو پام راګرځولې شوې۔د جمعې په ورځ د وياند له مخې په خط كښې په 5 اګست د هند د اړخه د مقبوضه كشمير حصوصي حېثيت ختمولو ٬ غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام او د هغې د نتيجې څخه خبر كړی۔پھ خط كښې د هند حكومت د اړخه پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د پاكستان د اړخه د تشويش څرګندونه شوې او وئېلې شوي د هند اقدام د ملګرو ملتونو د منشور٬د سلامتي كونسل قراردادونو٬نړيوال قوانين او د هند د خپلو لوظونو خلاف ورزي ده۔په خط كښې ملګرو ملتونو سره سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شوې چې د هند څخه د يو اړخيزه اقدام بېرته اخستو٬كرفيو ختمولو او د نور اقداماتو ختمولو غوښتنه وكړي۔بيان كښې وئېلي شوي د شاه محمود قرېشي خط به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او غړو هېوادونو ته وړاندې كولې شي

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں