مريم نواز له به بهرني هېواد ته تللو اجازه نشي وركولې۔ د وفاقي وزير فيصل واوډا نجي ټي وي چينل سره خبرې

image

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پی پی) د اوبو وسيلو وفاقي وزير فيصل واوډا وئېلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) حكومت د اولس د رايو د حق د لارې ټاكلې شوې ځكه چې اولس د روايتي ګوندونو كرپشن څخه تنګ وو٬ د هغوي نه ځان خلاصولو لپاره هغوي د رايو د لارې د پي ټي آئي حكومت ټاكلې۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)كمزور بهانې څخه د مريم نواز لپاره د اېن آر او اخستلو په اړه فكر كول نه دي پكار ځكه چې سزايافته مجرم ته هيچرې د هېواد پرېښودلو اجازه نه شي وركول كېدې۔ د پخواني وزيراعظم نواز شريف خيال ساتلو لپاره د وړاندې نه ټوله شريف كورنۍ هلته موجود ده۔ وفاقي وزير ووئيل چې د نواز شريف مفرور زامن په كومو چې د بدعنوانۍ تورونه دي٬ مقدمو سره مخامخ كېدو لپاره بېرته پاكستان ته رانغلل او اوس د هغه لور هم د هېواد څخه تښتېدل غواړي۔ فيصل واوډا ووئيل چې كه چرې عدالت هغې ته رېليف وركوي نو حكومت به د پريكړی په ضد د خواست كولو حق محفوظ ساتي

مضمون کا ماخذ : apostas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں