د وزيراعظم عمران خان د زړونو د ناروغې د پوهانو تنظيم ﴿اپنا﴾ او د خېبر مېډيكل كالج كلنې غونډې ته وېنا

image

پېښور 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په اصلاحاتي نظام كښې د خنډ جوړېدونكې سټېس كو د خاتمې يو ځل بيا عزم كړے او وئيلي ئې دي چې په بېلا بېلو څانګو كښې به د اصلاحاتو عمل روان وي، كال 2019م مشكل كال و، راتلونكې كال به د معاشي استحكام او پرمختګ په لحاظ بهتر وي، په سركاري روغتونونو كښې به د بهرنيو هېوادونو په طرز جديد نظام معرفي كوو، د ” اپنا” د تجربو څخه به استفاده كوو، په پاكستان كښې د كېنسر روغتون په جوړولو كښې د ” اپنا” مهم كردار پاتې شوے، په شمالي امريكا كښې د مېشته پاكستاني ډاكټرانو او فزيشنز د لارې به لابنګ قوي كوو، بهر مېشته پاكستانيان دې د هندي حكومت لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې او په هند كښې د اقليتونو د شهريت په اړه متنازعه قانون د نړۍ په وړاندې په بې نقابه كولو كښې كردار ترسره كړي. وزيراعظم دا خبرې د خالي په ورځ د پېښور په ګورنر هاٶس كښې په شمالي امريكا كښې مېشته پاكستاني ډاكټرانو، د زړونو د ناروغې د پوهانو تنظيم ﴿اپنا﴾ او د خېبر مېډيكل كالج كلنې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو د ستونزو نه ښه خبر يو، د دوي مسئلې حل كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي. ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې په هره څانګه كښې پاكستانې ټولنې خپل ځانګړې كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې كله مې په پاكستان كښې د كېنسر روغتون جوړولو اراده وكړه نو هر چا ئې مخالفت وكړو چې په پاكستان كښې داسې روغتون جوړول ممكن نه دي، هغه وخت هم په شمالي امريكا كښې مېشته پاكستاني ډاكټرانو او د پوهانو اېسوسي اېشن بشپړه مرسته كړې وه. ده ووئيل چې په لاهور كښې د شوكت خانم مېموريل كېنسر روغتون جوړولو د كاميابې نه پس مو په پېښور كښې هم د كېنسر روغتون جوړ كړو. ده ووئيل چې په پاكستان كښې د كېنسر روغتون لپاره خلقو عطيات ځكه وركړل چې د دې يو معيار مقرر كړے شوے و. وزيراعظم ووئيل چې مونږ د سركاري څانګې په روغتونونو كښې اصلاحات كول غواړو. ده ووئيل چې كرپټ مافيا او سټېټس كو مافيا كومې چې د پخواني نظام نه استفاده كوله، هغه د اصلاحاتو په لار كښې هر ځائ خنډ جوړ شوے چې دغسې دا عمل برباد كړے شي او وئيلي شوي چې مونږ اصلاحات نه بلكې نجكاري كوو. وزيراعظم باور وركړو چې اصلاحات به ضرور كوو او په شا كېږو به نه. ده ووئيل چې د اوسني نظام له مخې په سركاري روغتونونو كښې معياري علاج ممكن نه دے ځكه چې د هغه ځائ ډاكټرانو ته معلومه نه ده چې جديد نظام څنګه وي ځكه مو د خېبر پښتونخوا نه دا اصلاحاتي عمل پېل كړے چې دغسې په سركاري روغتونونو كښې د نجي روغتون پشان نظام معرفي كړې شي، مونږ به دا هڅې روانې ساتو. ده ووئيل چې قوم ته مې وړاندې وئيلي وو چې انشاالله دا جنګ مونږ ته ګټل دي. وزيراعظم ووئيل چې يو هغه حكومت وي چې پنځه كاله پوره كولو لپاره راځي او يو زمونږ حكومت دے كوم چې اصلاحاتي حكومت دے. مونږ ته په هر حال كښې اصلاحات كول دي. وزيراعظم ووئيل چې د كال 1980م په لسيزه كښې په نيمه وچه كښې پاكستان تر ټولو وړاندے و خو نن ټول زمونږ نه وړاندے تللي دي. بنګله دېش هم زمونږ نه وړاندے دے. ده ووئيل چې مالېزيا زمونږ په وړاندې د كوم ځائ نه كوم ځائ ته ورسېده. مهاتير محمد اصلاحات وكړل او مالېزيا پرمختګ وكړو. په تركيه كښې رجب طيب اروان راغلو، اصلاحات ئې وكړل او نن تركيه هم پرمختګ كوي. وزيراعظم ووئيل چې اپنا سره ادارجاتي انتظام غواړو چې دغسې د دوي د تجربو نه استفاده وكړې شي. وزيراعظم ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيانو ته وايم چې راشئ او دلته محنت وكړئ، تاسو به د خپل محنت خواږه ضرور ترلاسه كړئ.

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں