اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) نېشنل هائي وېز اېنډ موټر وېز پوليس په 4100 كلوميټره كښې په شپږو موټروېز، 5 هائي وېز او درېو اېكسپرېس ويز كښې په 1300 كلوميټره وظيفه ترسره كوله اوس د دې دوي دائر ه كار تر ملتان، سكھر، سوات، هزاره او موهنجوداړو پراخا كړے شوے ۔ د موجوده حكومت په درې كاله ترسره كېدو په جاري شوې كاركردګۍ رپورټ كښې وئيلي شوي په موټروېز او سترو لارو ګاډو كښې 34 فيصده اضافه شوې او په پېښو كښې 46 فيصد كمے راغلے ٬ موټروے پوليس ته 98 فيصده ګيلې د وزيراعظم ډيليوري يونټ څخه تر لاسه شوي كومې چې په مناسب ډول حل كړے شوي او په دې 51 فيصده خلقو د اطمينان څرګندونه كړې ٬ د موټروے پوليس هم سفر اېپ مسافرو ته لارښونه كوي٬ د ډرائيونګ لائسنسونو سنټرلائزډ ډېټا بېس جوړېږي٬ په اي آفس عمل درامد روان دے ٬ د دې اقداماتو مقصد د موټر وېز پوليس خدمات په جديد طرز سمول دي٬ د موټروے پوليس تربيې او مورال لپاره په موټروے پوليس كښې 2600 افسران بهتري كړې شوي او د 2200 ملازمانو د بهرتۍ عمل روان دے٬ نېشنل هائي وېز اېنډ موټروېز پوليس ټرېننګ كالج كښې د 3 زره چارواكو تربيه شوې ۔ د وګړو رسنې له مخې نېشنل هائي وېز اېنډ موټر وېز پوليس د سركاري فېس بك پېچ د فالورز شمېره 2 لكه 60 زره ده او په ټويټر دا شمېره 85 زره ده ٬ ٬ دغسې وګړي په ټول فري هېلپ لائن 130 ويړيا رابطه كولې شي۔ د اېف اېم-95 رسنه زياته كرې شوې دغسې چې د موټر وېز صارفين د ټرافېك قوانينو څخه خبر ساتلو سره سره د موسمي صورتحال پحقله د وړاندې نه په وخت معلوماتو نه هم خبر كړے شي٬ د سباٶن د مجوزه منصوبو له مخې د موټر وے چارواكو خېر ښګړې لپاره د نېشنل هائي وېز اېنډ موتر وېز پوليس په پوليس فاونډېشن كار روان دے۔ بلوچستان او شېخوپوره كښې ډرائيونګ لائسنس اتھارټي جوړه كړې شوې ٬ انټېلي جنس ټرافېك سسټم جوړ كړے شوے او اېم-5 ملتان موټروے فعاله كړې شوې ٬ ډرائيونګ لائسنسونو لپاره په جرم آډانه پوائنټس سسټم وضع كېږي٬ وګړي خبرولو لپاره روډ سېفټي تهيم والز جوړ كړے شوي۔