د سېنېټ چئيرمين محمد صادق سنجراني په مهران ټاؤن فېكټرۍ كښې د اور لګېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په كورنګي مهران ټاؤن فېكټرۍ كښې د اور لګېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره په حق رسېدليو وګړو له د بخښې او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ د جمعې په ورځ په یو بیان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل زه د پېښې له امله د قیمتي ځانونو په زيان ډېر خفه شوے يم ۔ هغه ووئيل د غم به دې ګھړۍ كښې غمجنې کورنۍ سره برابر شریک يؤ۔ د سېنېټ ډپټآ چيئرمېن مرزا محمد آفريدي هم فېكټرۍ كښې د اورلګېدو په پېښه د افسوس څرګندونه او په حق رسېدليو له دعا وكړه۔ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم او د مخالفې ډلې مشر سېنېټر يوسف رضا ګلاني هم كراچۍ كورنګي فېكتري كښې د اورلګېدو په پېښه خواشيني ښودلې۔ د غمرازۍ خپلو پېغامونو كښې هغوي دعا كړې چې لوي څښتن دې په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں