په کابل ائيرپورټ امنيتي وضعه تر کنترول لاندې ده، ذبیح الله مجاهد

image

اسلام آباد۔28اګست(اے پی پی) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وئیلي چې په کابل ائيرپورټ كښې امنيتي وضعه تر کنترول لاندې ده۔ د ډزو راپورونه اساس نه لري۔ د خالي په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې هغه ووئيل د ائيرپورټ چار چاپیره سېكورټي طالبان سره ده۔ هغه اولس ته ووئيل چې آرام سره پاتې شيِ ائيرپورټ ته د افغان وګړو داخلېدل ممنوع دي۔ د ائيرپورټ لارې بندې دي۔ چارچاپیره رش دے ځكه زحمت نه بچ كېدو لپاره دې وګړي ائيرپورټ ته له تګ څخه ډډه وکړي۔ هغه ووئيل چرته چې امريكائي عسكر موجودي دغلته بدنظمي ده۔ د خطر نه بچ كېدو له بايد افغان وګړي ائير پورټ ته تللو څخه ډډه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں