سلام آباد31 اګست (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس سندھ كښې زيات كسان مړه شوي۔ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس له امله 118 كسان مړه شوي چې پكښې 38 كسان په وينټيليټرز ؤ۔نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شوې شميرې له مخي د تيرو 24 ساعتونو په مهال ټول هېواد كښې 3 زره 838 كسانو كووډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلې۔ د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 52 زره 112 ټيسټونه شوي چې پكښې په سندھ كښې 13 زره 644، پنجاب كښې 22 زره 917، خېبرپښتونخوا كښې 8 زره 547،اسلام آباد كښې 4 زره 701، بلوچستان كښې 922،ګلګت بلتستان كښې 719 ټيسټونه شوي٬ آزاد كشمير كښې 662 ټيسټونه شوي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 څخه ښه شوي كسانو شميره 10 لكهه 39 زره 758 ته رسيدلې ده۔ بلوچستان،آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د كووډ۔19 كوم هم رنځور په وينټيليټر نشته دغسې په ټول هېواد كښې د كووډ۔19 لپاره په بيل كړې شوي وينټيليټرز 538 رنځوران دي۔ په ټول هېواد كښې د كووډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 94 زره 573 ده۔ په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره 11 لكهه 60 زره 119 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 32 زره 95, بلوچستان كښې 32 زره 230, ګلګت بلتستان كښې 9 زره 906, اسلام آباد كښې 99 زره 263، خېبر پښتونخوا كښې يو لكهه 61 زره 853،پنجاب كښې 3 لكهه 93 زره 136 او سندھ كښې 4 لكهه 31 زره 636 رنځوران دي۔په ټول هېواد كښې تر اوسه د كورونا له امله د مړو شويو كسانو شميره 25 زره 788 ته رسيدلې ده۔