مريم صفدر دې د خپلې او د نواز شريف سزاګانو په ضد د التوا اخستو په ځاے د ورځې په بنياد د سماعت درخواست وركړي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد01ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي مريم صفدر دې د خپلې او نواز شريف د سزاګانو په ضد د التوا اخستو په ځاے د ورځې په بنياد د سماعت كولو درخواست وركړي٬د ژړا او فرياد څخه هيڅ نه جوړېږي٬يوه لاره ده چې نواز شريف پاكستان ته راشي او عدالت ته وړاندې شي ۔ ده ووئېل تره ئې د قامي حكومت او مريم د قامي مفاهمت خبره كوي٬نواز شريف په پارك كښې واك كوي او هلته د هېواد ادارو په ضد خبرې كوي٬د هغوي ودونه٬ټوله كورنۍ ٬كاروبار هر څهد هېواد نه بهر دي نو پاكستان ته ولې راشي۔دوي په اقتدار كښې د غلا لپاره دلته راځي٬(ن)ليګ د سياست نه كاروبار جوړ كړے۔د شورو په ورځ په مهمو سياسي چارو خبرو اترو كښې ده ووئيل د ايون فيلډ پريكړو او سزاګانو په ضد د اپيلونو سماعت نن شوے ٬د هغوي د اړخه د 7 كاله سزا په ضد په اپيل كښې لس ځله التوا شوې٬د قانون څخه د تېښتې وجه څه ده۔ده ووئيل قطري خط هم په دې كيس كښې راوړلے شوے ؤ ٬د ايون فيلډ محلات بينفشل آنر مريم ده٬مريم به وئېل چې په لندن كښې څه زما په پاكستان كښې هم پراپرټي نشته ٬ كومه چې يوه ټوقه وه ۔وزير مملكت ووئيل جولائي 2018 كښې د شريفې كورنۍ د اړخه د سزاګانو په ضد اپيل دائر شوے۔داسې به ښه وو چې د التوا په ځاے د كيس د ورځې په بنياد د سماعت خبره شوې وه

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں