افغانستان كه يو ځل بيا يوازې پرېښودلے شو نو د دې نتيجې به ډېرې ناوړه وي٬ د طالبانو لخوا ابتدائي بيانونه مثبت او د ډاډ وړ دي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سکائي نيوز سره مركه

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي خبردارے وركړے ٬ افغانستان كه يو ځل بيا يوازې پرېښودلے شو نو د دې نتيجې به ډېرې ناوړه وي٬ هېواد كورنۍ جګړې سره مخ كېدے شي او منطقه كښې د ترهګرۍ نوې چپه خپرېدې شي٬ په افغانستان كښې جنګ ختمول او په ذمه وارۍ سره د وتلو پحقله د پاكستان تحفظات نظر انداز كړے شوي٬ د طالبانو لخوا ابتدائي بيانونه مثبت او د ډاډ وړ دي۔ د برتانيې نيوز چېنل”سکائي نيوز” سره خپله مركه كښې خارجه وزير افغانستان څخه د غېر ملكي عسكرو د وتلو په لائحه تنقيد كولو سره ووئيل په افغانستان كښې د جنګ بندۍ خاتمې پحقله د پاكستان تحفظات نظر انداز كړے شوي چې په نتيجه كښې ئې د انخلاء عمل ذمه وار نه ٶ۔ ده ووئيل اوس لويديزو له د طالبانو نوے حكومت ازمائل پكار دي چې ھغوي د خپل لوظ پالنه باوري كړي۔ خارجه وزير ووئيل كه لويديزو طالبانو سره خبرې اترې برقار ونه ساتلې نو افغانستان يو ځل بيا كورنۍ جګړې سره مخ كېدے شي او په منطقه كښې د ترهګرۍ نوې چپه رامخې ته كېدې شي۔خارجه وزير زياته كړه چې د طالبانو لخوا ابتدائي بيانونه په زړه پورې او د ډاډ وړ دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې طالبان به په کثير القومي هېواد كښې د اجتماعيت وړ حكومت جوړولو له كار وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل افغانستان يو ځل بيا د يوازې پرېښودو وړاندېز به خطرناك وي٬ دا وړاندېز به د افغانانو د يوازي پرېښودو مترادف وي، داسې تېروتنه د 90 په لسيزه كښې هم شوې۔ خارجه وزير په نړيواله ورورولۍ زور رواړو جې ھغوي بيا دا تېروتنه ونه كري۔ خارجه وزير ووئيل دا د طالبانو خپله ګټه ده چې ھغوي ذمه وار كردار ولوبوي او د غلطيو څخه بايد زده كړه وكړي، زه ګڼم چې د ھغوي رويه او سوچ دا ځل مختلف ښكاري۔ ده ووئېل دې ته به كتل وي چې ھغوي تر كومې په خپلو بيانونو عملدرامد كوي، كه چرې ھغوي داسې كوي نو په دې به باور كول وي ځكه چې بل آپشن زيات ناوړه دے۔ خارجه وزير ووئيل كه ھغوي چرته د پوهې نه كار واخلي نو زما په خيال ھغوي له د نړيوالې رائے او اصولو احترام كول پكار دي، ځكه چې دوي به مالي او بشري مرستې ته اړتيا لري٬ په بل صورت به دوي له اقتصادي ستونزو سره مخ كېدل وي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں