پاكستان به افغان امن عمل كښې د”سهولت كارۍ” خپل كردار روان ساتي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي شپږم تهنك ټينك فورم ته وېنا

image

اسلام آباد 02 ستمبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي ديپاكستان به افغان امن عمل كښې د”سهولت كارۍ”خپل كردار روان ساتي٬مونږ د طالبانو اعلانات مثبت او د ډاډ وړ ګڼو٬اجتماعيت لرونكے نظام د طالبانو لپاره مهم دے٬د زيارت په ورځ شپږم تهنك ټينك فورم ته وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د تېرو دوه لسيزو راهيسې نړيوال اتحاد د پوځي فكري اندازپه خپلولو په افغانستان كښې د امن راوستو هڅه كړې كومه چې په زمكيزو حقائق اډانه نه وه۔د پوځي حل په نتيجه كښې د سياسي عمل په لاره كښې خنډان ولاړ وو۔په دوحه كښې امن لوظ نامېد افغانستان قائدينو لپاره يو نوے اميد راوړلے ؤ خو له بده مرغه په نړيوالو خبرو اترو كښې په زړه پورې پېشرفت ونه شو٬غېر يقيني صورتحال كښې تاؤ تريخوالې په 31 اګست 2021 د عسكرو ويستلو د امريكې سمدستي اعلان نه پس راپېدا شو۔ده ووئيل د افغان امنيتي ځواكونو مزاحمت نه كول او د طالبانو په كابل په تندۍ سره ټيك اوور نړيواله ورورولي حېرانه كړې۔ ده ووئېل په ظاهره د كورنۍ جګړې امكان ختم شوے۔خارجه وزير ووئيل د ټيك اوور نه پس طالبانو د عامې بخښنې٬د مېرمنو د حقونو تحفظ٬د اظهار رائے د آزادۍ ٬روزګار او تعليم وركولو له ګڼ اعلانات كړي٬طالبان د سباؤن سياسي نظام په اړه د افغان لارښودو سره خبرې اترې كوي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان يوازنےهېواد و كوم چې به عمر له وئېل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ده ووئيل ځاني زيان او د معيشت په لحاظ سره د افغانستان نه پس تر ټولو زيات مونږ ځپلې شوي يو٬په افغانستان كښې امن او استحكام كښې د پاكستان څخه زياته ګته كوم بل هېواد ته نشته۔ده ووئيل په موجوده حالاتو كښې مونږ په افغانستان كښې اجتماعيت لرونكې نظام لپاره مرسته روانه ساتلې ځكه چې د مخ په وړاندې تللو دا يوازنۍ لار ده٬مونږ د طالبانو اعلانات مثبت او د ډاډ وړ ګڼو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں