اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د وزیر اعظم وژن له مخې د كوټلو هڅو په سبب جنوبی بلوچستان ډویلپمنټ پیکیج فیز Iپه کامیابۍ سره بشپړ شوے۔ پی اېس ډی پی 2021-22 كښې د منظور شوومنصوبو فهرست جوړولو او د منظور شوومنصوبو لپارهد فنډز په وركړه په تندۍ سره عمل درآمد باوري كيږي، د جنوبی بلوچستان پرمختيائي منصوبوپه فیز II پیشرفت به تندۍ سره روان دے۔ د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصی اقدامات وزارت چارواكو له مخې وفاقي حکومت د جنوبی بلوچستان 10 ضلعو لپاره د وزیراعظم نیا پاکستان او سوكاله جنوبی بلوچستان پروګرامكښې د 600 اربه روپو پرمختيائي منصوبې پيل كړي۔