اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي خوشحالي د ٗانصاف او عدل نظام د لارې ممکن كيدې شي،هغه ټولنه پرمختګ كوي كومه چې د قانون سرلوړي لري، مالداره او طاقتوره طبقه د قانون د منګولو څخه آزاد وه او د کمزورو طبقو د قانون غلط استعمال د لارې استحصال کیدو، وکيلانو تنظیمونو د جمهوریت ودې او استحکام لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن ایګزیکټو کمېتۍ پلاوي سره ملاقات وكړه۔ پلاوي كښې احمد شهزاد فاروق رانا، محمد اجمل خان، محمد ارشد باجوہ چوهدری، قاضی عبدالحمید صدیقی، شیریں عمران، محمد افضل جنجوعه، عارف محمود چوهدری، محمد ناصر اقبال صدیقی، سید محمد اسدعباس شاہ، عبدالمالك بلوچ، عبدالرزاق شر، فدا بهادر، جام آصف محمود لار، منیر احمد خان، احمد زیرك، راجا عامر خان او راجا اشفاق احمد شامل وؤ۔ په دې موقع ملاقات كښې وفاقی وزيران چوهدری فواد حسېن ، ډاكټر فروغ نسیم، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او اټارنی جنرل خالد جاوید خان موجود وو۔وزیراعظم عمران خان ووئيل ماضي كښې مفاد پرسته عناصرو د قانون غلط استعمال کړے، موجودہ حکومت سول او فوجداری قوانین كښې اصلاحات كوي دغسې چې عام وګړي ته ریلیف ترلاسه شي۔وزیراعظم ووئيل قانونی اصلاحاتو سره په عدالتونو د مقدمات بوجھ کميدے شي۔ د وکيلانو تنظیمونه دې قانونی اصلاحات له د حکومت ملګرتيا وكړي۔ده ووئيل د وكيلانو د ستونزو څخه خبر يو او د هغې حل له به هر ممكن هڅي كوو۔وزیر اعظم په دې موقع د وکيلانو هاوسنګ کالونی كښې د پېښو خنډانو په سمدستي توګه د لرې كولو سپارښتنه وكړه او وکيلانو له د صحت کارډ وركولو او د نیا پاکستان هاؤسنګ پروګرام كښې د شاملولو ئې سپارښتنه وكړه۔وزیراعظم د قانون وزير ته سپارښتنه وكړه چې د په دې لړ كښې پرله پسې رابطي باوري كړي او د بار ګرانټس ایشوز هم په ترجیحی بنیادونو حل كړئ