نړيواله ورورولي دې د افغانستان سره نزدې رابطي په برقرار وساتي،بايد مونږ افغانان يواځي پري نه ږدو،كاناډا كښې د پاکستان هائی کمشنر امیر خرم راټھور مركه

image

اټاوا 03 ستمبر (اے پي پي)كاناډا كښې د پاکستان هائی کمشنر امیر خرم راټھور په نړيواله ورولۍ زور راوړے چې افغانستان سره نزدې رابطي په برقرار وساتي دغسې چې د تيرو دوو لسيزو په مهال افغانستان كښې په لوي انفراسټرکچر او انسانی سرمايه شوې سرمایه کاري محفوظ كړې شي۔ده ووئيل بايد مونږ افغانان يواځي پري نه ږدو ځكه چې دا به د هغه غلطۍ مترادف وي كومه چې نړيوالي ورورولۍ 25 كاله وړاندې كړې وه۔کاناډا’’ سټی نیوز نیټ ورك ‘‘ سره خپله مركه كښې امیر خرم راټھور په افغانستان كښې د غير ملكي وګړو لپاره د پاکستان د اړخه د انخلاﺀ هڅو تفصیلات شیئر کړي۔ده ووئيل پاکستان وړاندې څخه د افغانستان 10 زره كسانو راوېستلو له مرسته كړې ۔ پاکستان ویزه لرونكو له په زمكيزه لاره اجازه وركولې شي او افغانستان څخه پرواز کوونكو له پاکستان ته په راتللو ويزه وركړې كيږي۔ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې د ټولو لويو نسلي ډلو جامع حکومت په حق كښې دے،امناكه او مستحکم افغانستان د پاكستان په ګته دے

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں