په هېواد كښې د انتخابي نظام مضبوطيا له اجتماعي ستړې كول د ټولو سياسي او اړوندو همكارانو ملي مسؤليت دے۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د انتخابي اصلاحات عمل پحقله غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي راتلونكو ټاكنې لا سپېځلې٬ محفوظ او بې پرې جوړولو لپاره د انتخابي عمل په ټولو پړاونو كښې اصلاحات كولو لپاره د يو جامع تګلارې خپلولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي چې په هېواد كښې د انتخابي نظام مضبوطيا له اجتماعي ستړې كول د ټولو سياسي او اړوندو همكارانو ملي مسؤليت دے۔ ده د آئي ووټنګ د طريقه كار د لارې انتخاباتو كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو شموليت باوري كولو لپاره په هلو ځلو ګړندې كولو زور رواړٶ دعسې چې ھغوي د خپل ووټ حق استعمالولو جوګه شي۔ صدر د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د انتخابي اصلاحاتو عمل پحقله د غونډې مشرۍ كوله۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ، وفاي وزير سيد شبلي فراز ، وفاقي وزير اعظم خان سواتي ، خاص سلاحكار ظهير الدين بابر اعوان او سرور باري هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د موجوده انتخابي قوانينو بهترۍ پحقله په بېلا بېلو تجويزونو د خيالاتو څرګندونه شوه ۔ په غونډه كښې د انتخابي اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو او د دې لا جامع كولو لپاره د سياسي ګوندونو او نورو شراكتدارو ترمېنځه د رائے يو كولو په حاجت زور رواړلے شو۔ صدر ډاكټر عارف علوي د سياسي اختلافاتو نه پرته د پاكستاني اولس د بنيادي سياسي حقونو لپاره په شريكه توګه د كار كولو په حاجت هم زور راوړو

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں