د پاك پوځ په اړه د مولانا فضل الرحمن د خيالاتو په اورېدو راته خفګان او د هغه په بيان راته تكليف شوے۔ د شهباز ګل خبري كنفرنس

image

فیصل آباد۔4ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د پاك پوځ په اړه د مولانا فضل الرحمن خيالاتو په اورېدو راته خفګان او د هغه بيان سره راته تكليف شوے۔ د خالي په ورځ غلام محمد آباد فېصل آباد كښې خبري كنفرنس ته خطاب كشی هغه ووئيل مولانا په لويه كچه ملكي دولت لوټ كړے او د هېواد دننه او بهر ئې جائيدادونه جوړ كړي دي خو په دې هغه ته شرم نه ورځي۔ هغه ووئيل مولانا په خېبر پختونخوا كښې زمكې اخستې دي۔ د لوټ مار او كرپشن پیسو سره ئې دبئی كښی فلېټ اخستے۔ په ډېره اسماعيل خان كِښې ئې كور او 5 اېكړه زمكه رشوت كښې اخستې ده۔ په اېف اېټ اسلام آباد كښې ئې قيمتي پلاټ اخستے دے۔ پېښور ٬ كراچۍ ٬ كوئټه كښې ئې فلېټس او دوكانه اخستې دي۔ په چك شهزاد اسلام آباد كښې ئې د 3 اربه نه د زياتو روپو ماليت پراپرټي اخستې۔ هغه ووئيل مولانا تېره ورځ په ميډيا ښكاره ووئيل كه حكومت جوړول وي يا كول وي نو دې لپاره د پوځ نه خېرات غوښتلې شي٬ حال دا دے چې د هغه په دې خبره كښی هېڅ صداقت نشته۔ هغه ووئيل افسوس په دې خبره دې چې مولانا دې خبرې لپاره داسې ورځې ټاكلې دي چې كله د ستمبر جنګ حوالې سره ټول قام خپلو اتلانو شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ شهباز ګل ووئيل دا هغه مولانا فضل الرحمن دے كوم چې امريكائي سفيرانو ته وئيلي وو چې زه تاسو سره د هېواد نه بهر خبره كول غواړم۔ دغسې د سفيرانو دا رپورټس هم موجود دي كومو كښې چې مولانا وئيلي چي كه هغه د پاكستان وزيراعظم جوړ كړے شو نو امريكا چې څه غواړي د هغې كولو له چمتو يؤ۔ هغه ووئيل ګران هېواد لپاره د خپلې وينې قرباني وركوؤنكو په اړه به مونږ كوم مغلظات برداشت نه كړؤ۔ خصوصي مرستيال شهباز ګل د ستمبر جنګ حواله وركولو سره ووئيل د كال 1965 جنګ كښې زمونږ پوځ د بهادرۍ او مړانې نوې مثالونه قائم كري۔ په 6 م ستمبر پاكستاني اتلانو وسله او شمېره كښی د كمي باوجود دښمن وتنبولو او د طاقت په نشه كښې مست دښمن ته ئې ماتې وركړه۔ دې نه وړاندې شهباز ګل د پاك فضائيه شهيد همايوں سليم مزار ته لاړو ٬ په هغې ئې د ګلو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ هغه د شهيد استوګنې ته هم لاړو چرته چې هغه د ارواښاد كورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوي سره ئې د بشپړه يو والي څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں