د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې سي پيك د پاك چين “آل وېدر اسټريټجك كوآپريټو پارټنرشپ” جوړ شوې، احسن اقبال جے سي سي غونډي په موقع خبرې اتري

image

اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي چې د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې سي پيك منصوبه د پاك چين “آل ويدر اسټريټجك كوآپريټو پارټنرشپ” جوړ شوې، سي پيك اسي خپل رفتار ته بيرته راځي كوم چې 2013-18 كښې يو پهچان ؤ، نوې اقدامات هم پيل كېږي، ايم ايل ون او كراچي سركلر ريلوے په منصوبو تندۍ سره كار كولو حكومت خاص پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جوائنټ كوآرډينيشن كمېټۍ 11مي غونډي پرانستي سېشن په موقع په خپلو خبرو كښې وكړه۔په غونډه كښې د اين ډي آر سي وائس چئيرمين كے لن نين شيو ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ چين او پاكستان اعليٰ چارواكو جے سي سي په غونډه كښې د سي پيك ترمخه بيلي منصوبې وړاندې كړي۔وفاقي وزير ووئيل شريك سي پيك جے سي سي كښې په 8م ځل ګډون كولو خوشحاله شوې يم،دې څخه وړاندې 7 ځل د جے سي سي ميټنګ صدارت كولو هم اعزاز ترلاسه دې،وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې سي پيك د پاك چين “آل ويدر اسټريټجك كوآپريټو پارټنرشپ” جوړ شوې۔ده ووئيل زه د نېشنل ډويلپمنټ اينډ ريفارمز كمېشن (اين ډي آر سي) مننه كوم ،چا سره چې حكومت پاكستان سي پيك په نړيواله كچه لوئ اهميت لرونكي جوړولو لپاره كار كړې، دا خبره د اطمينان وړ ده چې پاكستان او چينملګرتيا قوي اقتصادي پارټنرشپ كښې بدل شوي۔احسن اقبال ووئيل پاكستان اوسنيو كښې د غير معمولي بارانونو په صورت كښې بد ترين قدرتي آفت مشاهده كړې ده،چې په نتيجه كښې ئې د پاكستان په لويه برخه سېلاب راغلې، قدرتي آفت له امله 1700 څخه زيات كسان مړه شوې ، 2.2 مليونه كورونو ته زيان رسيدلې ، 1.16 مليونه څاروي ضائع شوې او ګڼ كسان د خپل روزګار څخه محروم شوې، عمر له د چين حكومت او كمپنيو په زړه پوري د سيلاب ځپلي و مرسته كړي

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں