د اقتصادي رابطه كمېټۍ د كسان پیكج له مخې د زرعي ټيوب ويلو لپاره بيعه 16.60 روپۍ په ځاے د 13 روپو كولو منظوري وركړه

image

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د اقتصادي رابطه كمېټۍ د كسان پیكج له مخې د زرعي ټيوب ويلو لپاره بيعه 16.60 روپۍ په ځاے د 13 روپو كولو منظوري وركړې ٬ د دې اطلاق به د وړومبۍ نېټې نومبر 2022 څخه كېږي۔په غونډه كښې د ځينو وزارتونو لپاره د تكنيكي ګرانټس او تماكو لپاره د امدادي بيعې منظوري هم وركړی شوه۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬د توان وفاقي وزير خرم دستګير٬د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مرتضٰی محمود٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬شاهد خاقان عباسي٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيال طارق محمود پاشا٬د وزيراعظم د تجارت او صنعت لپاره كوآرډينېټر رانا احسان افضل٬وفاقي سېكترانو٬د اېف بي آر او نورو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د خزانې وزارت لخوا د دوهم ضمني ټرسټ ډېډ د لارې كرېډټ ګارنټي ټرسټ فنډ پېل كولو په اړه سمري وړاندې كړی شوه۔په غونډه كښې د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ فيكسېشن او تماكو فصل 2023 د لږو نه لږو اشارو بيعې نوټيفيكېشن په اړه سمري وړاندې كړې شوه۔اي سي سي د غور نه پس د بېلا بېلو قسمونو لپاره د بيعې منظوري وركړه۔په غونډه كښې د پاور ډويژن لخوا د اليكټرك لپاره يو ډول ټيرف په اړه سمري وړاندې كړې شوه۔غونډې ته ووئيل شول د اليكټرك اطلاق جوګه يو ډول متغير بيعه كښې بدلون ته اړتيا ده۔د اي سي سي د تفصيلي بحث نه پس د سمرۍ منظوري وركړه۔په دې موقع د اقتصادي رابطه كمېټۍ د كسان پیكج له مخې د زرعي ټيوب ويلو لپاره بيعه 16.60 روپۍ په ځاے د 13 روپو كولو منظوري وركړه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزارت لخوا د حكومت اقدامات٬پروګرام او منصوبو په اړه جامع مېډيا آګاهي كمپائن پیل كولو لپاره د بجټ مختص كولو لپاره سمري هم وړاندې كړی شوه۔دغسې اي سي سي د تفصيلي بحث نه پس د سېلاب په اړه مېډيا كمپائن لپاره د 2 اربه روپو ضمني ګرانټ منظوري وركړه۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں